افغانستان

پکتیا کې د کتارونو د محافظت په قومندانۍ موټربم چاودنې درانه تلفات اړولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱ وږي، ۱۳۹۹ل): د پکتیا ولایت مرکز ګردیز کې د دولتي کاروانونو د محافظت په قومندانۍ ترسره شوي موټربم چاودنې او وسله وال برید کې د لسګونو دولتي عسکرو د وژلو خبر ورکړل شوی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولې تعقیبي خبرپاڼه کې ویلي، چې په ګردیز ښار کې یې د «قطارونو» د ساتونکط قطعې په قومندانۍ لومړی موټربم«استشهادي» برید کړی، ورپسې دوه تنه نور په سپکو او درنو وسلو سمبال ملګري قومندانۍ ته ننوتلي او ژوندي پاتې عسکرو باندې یې بریدونه کړي دي.

مجاهد زیاتوي، ددې ترڅنګ له بهر نه راغلو کمانډويي عسکرو سره هم ددوی سرتیرو برید کونکو دوه نیم ساعته نښته کړې، چې په ترڅ کې یې د یادې قطعې ۷۴ تنه دولتي عسکر وژلي او لسګونه نور ټپيان کړي دي.

که څه هم د پکتیا د والي ویاند عبدالرحمن د لومړنیو معلوماتو له مخې په دغه برید کې د ۳ عسکرو د مړینې او ۵ نورو د ټپي کېدو خبره منلې؛ خو د برید وروستي جزیات یې تردې دمه د رسنیو په واک کې نه دي ورکړي.

د پېښې له ځایه خپرو شوو انځورونو کې هم ښکاري چې د قومندانۍ مرکز په بشپړه توګه نړیدلې او خویې یې ویجاړې شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

داهغه مفسدین کمونسټان دی چه داوودخان په حکومت کی برخه ورکه اووزیرداخله یی فیض محمد پرچمۍ وټاکۍ همدوی داوودخان سره له فامیله په څنګه بیرحمۍ وواژۍ اومرسی دمصرداخوان المسلمین مشرپه حکومت کی برخه ورکه اوالسیسی کمونسټ یی وزیردفاع وټاکۍ څنګه یی دمرسی اواخوان امسلمی ریښی هم دغودالله دښمنانووکښی داځکه چه الله په قرآنکریم کی فرمایی:چه زمادمنکرانودوستی مکوی چه وی کۍ په هم دغوموداسی دربدره کوم،چاچه قرآنکریم په معنی نوی ویلۍ اوپراحکاموعمل نوی کړۍ الله یی داسی ذلیله اوناکاموی،زه هم طالبانووروڼوته هدایت کوم پام کوی چه دموقتی کامیابۍ په سبب دی بیدینوته ځای ورنکۍ خپل جهادته دوام ورکۍ الله ستاسودکامیابۍ وعده… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx