افغانستان

طالب سرتېرو پکتیا کې د «د قطارونو ساتنې پر قطعه» ډله ییز برید کړی/انځورونه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱ وږي، ۱۳۹۹ل): د پکتیا ولایت په مرکز «ګردېز ښار» کې د قطارونو ساتنې پر عملیاتي قطعه باندې  باندې تر موټر بم برید وروسته د طالب سرتېرو وسله وال برید روان دی.

د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویلي « د اسلامي امارت د استشهادي کنډک د فدايي مجاهدینو لخوا نن سهار شاوخوا پنځه بجې د پکتیا ولایت مرکز ګردیز اړوند سیمه کې د مزدور دښمن د عملیاتي قطعې په ریاست لومړی موټربم بیا د پياده مجاهدینو لخوا بریدونه پيل شول.»

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې په برید کې د عملیاتي قطعې مرکز تر ډېره له منځه تللی او د «دښمن» لسګونه عسکر مړه او ژوبل دي او لا هم جګړه روانه ده.

د مجاهد له قوله « یادې عملیاتې قطعې د پکتیا خوست، پکتیا لوګر او د پکتیا غزني په لولارو د مجاهدینو او خلکو په وړاندې عملیات کول، نوې پوستې يې افرازولې، د دښمن د نظامي قطارونو په نقل کې يې مرسته کوله او د مجاهدینو په ضد يې وخت په وخت وحشت ترسره کاوه.»

ورته مهال د پکتیا والي «حلیم فدایي» هم برید مني او وایي، نن سهار ۵:۳۰ بجې لومړی د عامه ساتنې له ټولي سره موټر بم برید شوی او تر هغه وروسته وسله وال کسان ودانۍ ته ننوتي اوله عسکرو سره په جګړه بوخت دي.

فدايي کابو یو ساعت وړاندې پر خپل ټویټر باندې د  برید د پای ته رسېدلو خبر هم ورکړی او په خبره یې په یاد برید کې دوه طالب وسله وال وژل شوي او اتو تنو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

قربان تر موټر بم او نورو زړه ورو فدایانو الله تعالی مو په جنت الفردوس ونازوه ، داسی یی وهی چی ماغزه یی تاش پتاش سی او غلامان بیا د مسجد او د معصوم مجاهد ولس د شهادت فکر لا ونکړی .

طوطی

الله دی ستاسو د کورنی څوک کی پکی برابر کی بیا تری قربان شه د ##.

طوطی

دا بیا تر ټولو ناځوانمردانه عمل دی. حکومت خو درسته ده چی لاسپوڅی دی خو تاسو هم له هغوی کم نه یاست. د عامه ساتنی په کندک باندی حمله لکه حمله چی په عامه تاسیساتو شوی وی. کور مو وران شه لا په داسی جهاد. هم مو ځآنونه ## کړل او هم مو نور خراب کړل.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx