
د امریکا د ملي امنیت سلاکار د بین الافغاني مذاکراتو په سمدستي پیلېدو ټینګار کړی
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱ وږي، ۱۳۹۹ل): د امریکا د ملي امنیت شورا سلاکار «رابرټ اوبراین» د کابل حکومت له مشر «اشرف غني» سره تلیفوني خبرې کړې او د افغان سولې اړوندو موضوعاتو په اړه ورسره غږېدلی.
د امریکا د ملي امنیت شورا اړوند ټویټر پاڼه باندې لیکل شوي، چې په دې تلیفوني خبرو کې «رابرټ اوبراین» پرته له ځنډه د بین الافغاني مذاکراتو په پیلېدو ټینګار کړی او د امریکا متحده ایالات یې یوه ډيموکراټيک، یو موټي او خپلواک افغانستان ته چې بیا ځلې د «تروریستانو ځاله» نشي؛ ژمن بللي.
نوموړي ددې تر څنګ له دولتي عسکرو خپل ملاتړ اعلان کړی، چې دده په خبره «د افغانانو لپاره يې ډېرې قربانۍ ورکړې.»
The U.S. stands with the Afghan security forces who have made tremendous sacrifices for the Afghan people.
— NSC 45 Archived (@WHNSC45) August 31, 2020
ارګ که څه هم په دې تړاو څه نه دي ویلی؛ خو دا تلیفوني خبرې داسې مهال دي، چې د پاتې طالب بندیانو د خلاصون لړۍ بیا ځلې پیل شوې او په دې برخه کې د طالبانو او حکومت څو میاشتنی اختلاف حل شوی ښکاري.
تېره ورځ د څرخي پله او یو شمېر ولایتونو له زندانونو څخه ۱۰۴ تنه طالب بندیان خلاص شول او د سرچینو په خبره، دا لړۍ ښايي تر راتلونکې جمعې پورې پای ته ورسېږي.
حکومت له اوږدې مودې راپدېخوا د یو شمېر طالب بندیانو له خلاصون سره مخالفت درلود او طالبانو بیا د خپلو بندیانو خلاصون د بین الافغاني مذاکراتو لپاره شرط باله؛ چې له امله یې د افغانانو خپلمنځي خبرې ځنډېدلې وې.
ددوکتور اشرف غنی مسلک معامله ګری دی نوموړۍ عبث لاسونه هری خواته غورځوی هغه ته چی امریکا هر امر وکړی نو هغه به منی ، دده څخه په چل بازی اوفریب کښی مداری کرزای ښه تره مهارت لری ، غنی او دی غلامانو دا جمهوریت کاملآ رشخندی ته برابر کړۍ دی ، دا چی دوی خرڅ شوی غلامان دی او امریکا ئي د لوځکو استعمال کار ورڅخه اخلی ، بلی ددی ډالرو بیماری ګرفتاره غلامانو باندی امریکا داسی لوبی روانی کړیدی چی جهان ته وښودل شی چی افغانستان ملت کښی یوازی همدا سره د طالبانو شخصیتونه موجود دی او بس… نور لوستل »
خبری ښی کوی خو لکی یی کږه وی .
که په ملت لږ ودردیږی نو یبا د کږی لکی استعمال څخه حتمآ خودداری کوی ، ملت له هری خوا په سره اور کښي سوزی همدا بس دی او ملت باید ابتدائي زندګی ته پریښودلۍ شی !!!