افغانستانسولې اړوند خبرونه

کانګرس د افغانستان په تړاو د امریکا د پالیسې په اړه له چارواکو توضیحات غواړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱ وږي، ۱۳۹۹ل): د امریکا په کانګرس  کې ډیموکراټ نوماندان له بهرنیو چارو وزارت او پنټاګان غواړي، چې د افغانستان په تړاو د امریکا د پالیسي په اړه توضیحات ورکړي.

ډیموکراټو استازو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپيو» او د فاع وزیر «مارک ایسپر» تورن کړي، چې له تېر یو کال راپدېخوا یې د کانګرس بلنو ته ترجیح نه ده ورکړې او له بیا، بیا پیغامونو سره د مشرانو جرګې استجوابیه غونډې ته حاضر شوي نه دي.

د جرګې غړو ایسپر او مایک پمپيو ته په جلا، جلا لیکونو کې ګواښ کړی، که دا ځل هم د مشرانو جرګې غونډې ته حاضر نشي او د افغانستان په تړاو د امریکا پالیسي واضح نکړي؛ احضار به یې کړي.

د کانګرس غړو بهرنیو چارو وزرات او پنټاګان ته په لېږلو لیکونو کې ټینګار کړی، چې باید دواړه وزیران تر راتلونکې چهارشنبې د کانګرس د لیک ځواب ووايي او د سپټمبر په نهمه جرګې ته حاضر کړي او که داسې ونشي؛ په وړاندې به یې احضار لیکونه صادر شي.

پنټاګان او بهرنیو چارو وزارت لا تر دې دمه ددې لیکونو په تړاو څه نه دي ویلي.

کانګرس داسې مهال د پنټاګان او بهرنیو چارو وزارت وزیران استجوابوي، چې د ټرمپ ادارې د تېرې فبروري میاشتې په ۲۹ مه نېټه له طالبانو سره د ځواکونو د ایستلو تړون لاسلیک کړ، چې په اساس یې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او زرګونه امریکايي عسکر له افغانستانه امریکا ته ستانه شوي.

د امریکا ولسمشر وایي، د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو تر پایه افغانستان کې د امریکايي عسکرو شمېر پنځه یا هم څلور زرو ته راټيټوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx