ټولنیزه برخه

د صلاح الدين ايوبي د مور او پلار د حسن نيت او اخلاص ثمره

دكتور صفوة الحجازي

ژباړه: عبدالرحمن محمود

نجم الدين أيوب ـ ته خپل ورور أسدالدين شيرکوه وويل چي وروره ولي کوزده نکوې؟

نجم الدين أيوب ورته وويل چي داسي ښځه نسته چي هغه دي زما وړ أو لائقه وي، ورور ئي ورته وويل چي زه به يو نجلى درته وغواړم ، هغه ورته وويل چي څوک راته غواړي ؟

ورور ئي ورته وويل د ملک شاه بن سلطان شاه بن سلطان السلجوقي او يا د هغه د وزير لور درته غواړم ، نجم الدين ايوب ورته وويل چي هغه زما لائقه نده ، ورور يي تعجب کي سو چي نو څوک ستا لائقه ده ؟

هغه ورته وويل چي داسي ښځه غواړم چي تر لاس مي ونيسي وجنت ته مي ورسوي أو يو داسي ځوى راته راوړي چي بيت المقدس د يهودو څخه ازاد کړي ، ورور يي په قهر سو چي داسي ښځه نو کله پيدا کيږي ؟

هغه ورته وويل چي نيت سم وي هر کار ترسره رسيږي.

څه وخت وروسته نجم الدين ايوب د تکريت ښار جامع مسجد کي د خپل وخت د محدث سره ناست وو مجلس ئي کاوه چي يوه نجلى راغله د پردې له شا يي محدث ته ور ږغ کړه ، محدث له نجم الدين څخه اجازه وغوښته چي د نجلۍ سره خبري وکړي ، محدث او نجلۍ خبري سره کوي نجم الدين غوږ ورته نيولى ، محدث ونجلۍ ته وايي چي هغه ځوان مي درليږلى وو ولي دي نکاح ورسره ونکړه ؟

نجلۍ ورته وويل چي شيخ صاحب هغه ځوان د جمال او ښائست لخوا پوره وو خو  ما لائق نه وو، محدث ورته وويل چي څوک نو ستا لائق دى نجلۍ ورته وويل چي داسي ځوان سره زه نکاح کوم چي ترلاس مي و نيسي أو جنت ته مي ورسوې أو يو داسي ځوى ورڅخه راوړم چي بيت المقدس د يهودو څخه ازاد کړي ، نجم الدين ايوب ور ږغ کړه چي دا نجلس زه کوم ، محدث ورته وويل چي دا دغريبي کورنۍ ښځه ده ستا لائقه نده ، خلاصه داچي نجم الدين ايوب د هغي پر نکاح باندي اصرار وکړ، او په نکاح ئي کړه، د وخت په تيريدلو سره الله ج ورته سلطان صلاح الدين ايوبې ورکړ. چي فاتح د بيت المقدس سو.

الدكتور صفوة الحجازي
ژباړه: عبدالرحمن محمود

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx