افغانستان

ناپېژاندو وسله والو په بګرام کې یو مسلح ځوان په ډزو وژلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱ وږي، ۱۳۹۹ل): ناپېژاندو وسله والو کسانو د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې یو مسلح ځوان په ډزو وژلی دی.

د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي وايي، دا پېښه تیره شپه ناوخته ددې ولسوالۍ اړوند د ۴۰ فرقه پر سړک هغه مهال رامنځ ته شوې، کله چې یوه ډله ناپېژاندو وسله والو له یو ۲۵ کلن مسلح ځوان څخه د وسلې اخیستلو هڅه کوله.

نوموړی زیاتوي، په دغه مهالل وسله په لاس ۲۵ کلن ځوان له ناپېژاندو وسله والو سره مقابله کړې، چې په پایله کې د هغوی لخوا وژل شوی او وسله یې هم ورڅخه وړې ده.

ولسوال وايي، که څه هم وسله وال د پېښې له ځایه په تېښته بریالي شوي؛ خو پولیس یې د نیولو لپاره لاس په کار شوي دي.

تراوسه دا هم څرګنده نه ده چې وژل شوي ځوان د کومې موخې لپاره ځان سره ټوپک ګرځولو چې ووژل شو؛ خو په پروان ولایت کې د نامسئولو وسله والو ګڼې ډلې او بانډونه شتون لري، چې وخت ناوخته د خلکو او سوداګرو ژوند ګواښي، لیکن حکومت یې په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx