ټولنیزه برخه

د نارینه لپاره غیرت په کار دی

ژباړه: عبدالسلام حنفي

په ۲۸۶ هـ سنه  د ري په ښار کې د قاضي  موسی بن اسحاق مجلس ته یو ښځه د دعوې لپاره راغله او وکیل یي دا دعوه وړاندي کړله چې د دې ښځي په خپل خاوند باندي پنځه سوه درهمه مهر باقي پاتې دي. خو خاوند یې منکر دي. نو قاضي د ښځې وکیل ته وویل شاهدان لري؟

هغه وویل هو اوس یې دادي حاضروم.

نو کله چې شاهدان حاضر شول ځیني شاهدانو غوښتنه وکړله چي د ښځې مخ یوار ښکاره کړي تر څو د دوي یقین راشي چي دا همغه ښځه ده او د شاهدي په وخت کې ورته اشاره وکړي.  نو کله چې دوي د دې غوښتنه وکړله خاوند یي ورته وویل تاسو څه کوئ؟

وکيل ورته وویل شاهدان غوښتنه لری چي ستا د ښځي مخ یوار وویني چې د دوي یقین پری راشي او شاهدی یي صحیح شي او دا خو یو ضرورت او اړتیا ده چې شاهدان یوار د ښځي مخ وویني.

خاوند یي وویل چي زه شاهدې وایم چي زما د ښځې  پر ما پنځه سوه درهمه مهر باندي دي خو مخ یي مه ښکاره کوئ.

ښځې وویل چي زه د قاضي په مخ کې شاهدی وایم او قاضي شاهد ګرځوم چې دا مهر ما ده ته په دنیا او آخرت کې بښلي دي.

نو قاضي چې کله د دوی دا غیرت ولیدئ او  په تعجب کي شوو. نو وویل چې د دوي دا کړنه باید په بهترینو اخلاقو کې ولیکل شئ.

تاریخ بغداد للخطیب البغدادي.  ج، ۱۵ صـ ۵۱ بیروت

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x