د فلسطین حکومت او ولس د ملګرو ملتونو څخه د ۱۹۴یم غړي په حیث رسمیت غواړي
نن ټکی آسیا: د فلسطین په ښار رام الله کې په زرګونو فلسطینیان د مظاهرو په موخه د ښار مرکزي ساحو ته راوتلې، تر څو د فلسطین د ولس مشر محمود عباس هغه هڅي چي غواړي ملګري ملتونو باید فلسطین د رسمي غړي په حیث نور ومني، سره خپل ملاتړ اعلان کړي.
تر اوسه رسما مظاهرې نه دي شروع شوي، خو د سیمي څخه د اسوشیتډ پریس خبري اژانس خبریال وايي چي اوس يې هم شمیر په زرګونو دی، ټولو د فلسطین بیرغونه، بینرونه او غټي غټي لوحې له ځانه سره راوړي،
او د فلسطین د ازادی شعارونه ورکوي، او غوښتنه لري، چي باید فلسطین نور د ملګرو ملتونو له خوا د یو سل او څلور نیویم ۱۹۴ غړي په حیث په رسمیت سره وپيژندل شي.
تمه کیږي چي د فلسطین ولس مشر محمود عباس به په راتلونکي جمعه په رسمي توګه د ملګرو ملتونو د سرمنشي بان کی مون څخه د فلسطین د غړیتوب غوښتنه وکړي، چي حدود به يې د ۱۹۶۷ د جګړې تر مخه حدود وي.
د مظاهرو تنظیمونکو او د فلسطین د حکومت چارواکو د مظاهرچیانو څخه غوښتنه کړې، چي د ښار په حدود کي واوسیږي، او مظاهرې په تاوتریخوالي وانه ړوي.