افغانستان

د اشرف غني په مقابل کې حامد کرزي د عبدالله ملاتړ اعلان کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱ وږي، ۱۳۹۹ل): پخواني ولسمشر حامدکرزي د «ملي پخلاینې عالي شورا» په هکله د اشرف غني په مقابل کې د عبدالله عبدالله له پرېکړې هرکلی او ملاتړ اعلان کړی دی.

تیره ورځ د ملي پخلاینې عالي شورا عبدالله ددې شورا د اعضاوو د ټاکلو په تړاو د کابل حکومت د مشر اشرف غني صادر شوی فرمان رد کړ او څرګنده یې کړه چې په دې هکله تصمیم نیول یوازې په ده پورې اړه لري چې ډیر ژر به یې اعلان کړي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي نن د شنبې په ورځ په  خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي، چې د سولې لپاره د هېواد له ټولو قومونو او جهتونو سره ټولشموله سلا مشورې او پرېکړې د ټولو افغانانو لپاره د منلو او قبول وړ دي.

که څه هم د اشرف غني لخوا د ملي پخلاینې شورا له اعلان څخه یوه اونۍ نه پوره کیږي؛ خو ددې شورا د اعلان له لومړۍ ورځې څخه د یادې شورا د مشر او غړو، سیاسیونو او پخوانیو جهادي مشرانو ورسره مخالفت او پرېکون اعلان کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx