شعـــــرونه

تکرار خبره/ منصور درمان

منصور درمان

لېونی زړۀ مې راته کړي تکرار -تکرار، خبره
دخؤږو سترګو دانکار او داقرار، خبره

دسحر باد ته مې دمینې تحفې ډېرې ورکړې
د مدینې لۀ کوڅو نۀ راوړي دیار، خبره

زۀ لۀ مودو نه پرې شیدا یمه، ما ښۀ پېژني
خوبیا هم نۀ کوي دمینې داظهار، خبره

چې د دیدن خواږۀ جامونه یې، پۀ سر واړوم
بیابه نو ختمه شي د مات زړۀ دخمار، خبره

داسې ژوند څۀ کړم چې دیدن دجانان نوي پکې
پرون یې هم یو مئین وکړله پۀ جار، خبره

چې دا اثر دسپینې مینې دی، که بله خبر؟
رانه تکرار شي څو -څو واره دنګار، خبره

منصور درمانه! تلوسه مې ده چې ؤیې وایم
زړۀ کې مې ډېره وساتله دقرار، خبره

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x