ټولنیزه برخه

مسلمان ځوان او عصري ټیکنالوژي

مولوي محبوب شاه ساجد

هر کله چي موږ د ځوان سره د مسلمان مختاړي او قید ملګري کوو نو ددي معني داده چي مسلمان ځوان د غیر مسلم ځوان سره په فکر ، عقیده ، اډیالوژي ، د ژوند په هدف ، د ژوند کولو په طریقه او نورو کي توپیر لري ، ځکه مسلمان ځوان د یو ځانګړي رسالت درلودونکي دي چي هغه د الله تعالي ددین د رسولو او پر نړۍ باندی د حاکم کولو څخه عبارت دي.

مسلمان ځوان په دې نړۍ کي د ژوند کولو په هدف پوهیږي او په دې عقیده دي چي دا موقت ژوند ، د آخرت د دایمي ژوند دپاره د مرزعي او ګټي کولو یو ښه فرصت دي ، نو ځکه په دغه دنیا کي ژوند په خپله خوښه نه ، بلکه د الله تعالی د رضایت او د هغه د رالیږل سوي قانون مطابق کوي.

مسلمان ځوان په دغه نړۍ کي د الله تعالی د ټولو نعمتونو څخه د الله تعالی د لارښوونو مطابق ګټه اخلي او د ټولو مشروع وسایلو څخه د دین او دنیا په ګټه استفاده کوي چي نوي ټبکنالوژي هم د همدي وسایلو د موثرو وسایلو څخه شمیرل کیږي چي د انسان په ژوند کی نن ورځ خورا ډیر اغیزه لري.

ټیکنالوژي په اصل کي د ټولو انسانانو د ګډو هڅو پایله او انسان ته د الله تعالی د ورکړي فکر او استعداد محصول دي ،  نن ورځ انسانان د ټیکنالوژي په توسط پر نورو انسانانو حاکمیت کوي ، غربي انسان د ټیکنالوژي په مټ د نړۍ پر نورو انسانانو خپل فکر او فرهنګ تحمیلوي او تر څنګ یی د عقیدي او اخلاقو تخریب هم کوي ، ځکه ټیکنالوژي د کارونکی پوري اړه لري چي څه ډول یی د خپلي عقیدي مطابق وکاروي ، خو دا چي متأسفانه نن ورځ د ټیکنالوژۍ واګي تر زیاته حدن د غربې بی دینه انسان په لاس کي دي ، نو هغوي هڅه کوې چي دغه آله داسي ډیزاین کړي تر نورو خلګو ته اختیار او انتخاب پرینږدي ، چي همدغه اړخ یی جانبي عوارض دي ، خو ددې سره ، سره بیا هم مسلمان ځوان کولای سي چي ټیکنالوژي د خپل دین د دعوت او خپلي دنیا په ګټه ښه استعمال کړي.

د مسلمان ځوان د پاره ارینه ده چي په دغه ډګر کي دومره کار وکړي تر څو په دغه برخه کي د دین او دنیا په ګټه نوښتونه رامنځته کړي او ټیکنالوژي د کافر او بي دینه انسان د انحصار او بدي استفادي څخه وباسي چي همدا د دین او واقعیت غوښتنه ده.

انټرنیټ او سوشل میډیا هم د ټیکنالوژۍ یو وړه برخه ده ، دلته هم باید مسلمان ځوان خپل رسالت او فکر هیر نه کړي او ټولنیزي رسنۍ داسي وکاروي چي د اسلام او مسلمانانو د دین او دنیا ګټه پکښي نغښتي وي ، مسلمان ځوان باید انټرنیټ د خپلو لوړو مادي او معنوي اهدافو د تحقق دپاره استعمال کړي او د ټولنیزو رسنیو څخه د خپلي اسلامي عقیدي ، اخلاقو ، آدابو ، د نشر  او په مجموع کي یی د شمولي اسلام د دعوت په ممبر بدل کړي.

که داسي ونه کړي ، بې هدفه او بې مهاره یی استعمال کړي ، نو هر څه به یی بایللي وي.

هر کله چي تاسو لوړ دیني فکر  او اعلي سپیڅلي هدف ولرئ ، نو د ټولو مشروع وسایلو څخه په د ټول بشریت د ګټي دپاره سمه کارونه وکړئ.

خو که مو فکر وړوکي او اصلا مو هدف نه درلود ، نو هر څه به د چټیاتو ، ډریو ، وخت ضایع کولو د پاره وکاروئ ، او بل ستر تاوان به مو دا هم کړي وي چي خپل دین ، اخلاق ، کلتور ، ارزښتونه او معنویات به هم له لاسه ورکړئ او د غربي انسان ړانده مقلدین ، د هغوي د لاس آله او ذهني غلامان به یاست.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx