افغانستانسولې اړوند خبرونه

حکمتیار: سیاسي ګوندونو له طالبانو سره مذاکرات پیل کړي دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱ وږي، ۱۳۹۹ل): د حزب اسلامي مشر او پخوانی جهادي قوماندان «ګلبدین حکمتیار» وایي، سیاسي جهتونو له طالبانو سره په مذاکراتو پیل کړی او په دې برخه کې لومړنيو توافقاتو ته هم رسېدلي.

اریانا نیوز د حکمتیار له خولې لیکلي، چې ارګ له مخکښو سیاسي ګوندونو سره د سولې په تړاو مشورې نه دي کړي، چې له امله یې سیاسي ګوندونو له طالبانو سره مخامخ مذاکرات پیل کړي او په دې برخه کې لومړنیو توافقاتو ته هم رسېدلي «حکومت سیاسي اجماع نه لري، له سیاسي ګوندونو سره یې توافق نه دی کړی، همدا لامل دی، چې سیاسي ګوندونو مجبور شول له طالبانو سره مخامخ خبرې پیل کړي، او طالبان هم له ګوندونو سره خبرو ته تیار دي. لومړني توافقات شوي، حتی د مذاکراتو د پیلېدو د ځای په اړه هم موافقه شوې. طالبان هم پوهېږي چې حکومت ریښتنی نه دی او وخت وژنه کوي.»

د نوموړي په خبره، چې طالبان اوسنی حکومت په رسمیت نه پېژني او د حکومت پالیسې هم جګړه ییزه ده چې باید تغیر ورکړي «زما په فکر له دې نظام سره سوله شونې نه ده، هر څوک که غواړي نظام او امنیتي ځواکونه په خپل حال پاتې شي او د نجیب تاریخ بیا ځلې تکرار نشي، نو په ريښتیني ډول دې مذاکراتو ته ننوزي.»

حکمتیار ددې تر څنګ حکومت د سولې په پروسه کې په صلاحیت نه درلودلو تورن کړی او په خبره يې «کابل حکومت د سولې په قضیه کې هیڅ رول نه لري، ټول واک د امریکا په لاس کې دی، کله چې حکومت کومه شوخي کوي، نو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له ملا برادر اخند سره غږېږي، تر څو هغه ته ور وفهموي، چې د سولې هره چاره د امریکا په لاس کې ده.»

د حکمتیار له لوري پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې تمه ده په نږدې راتلونکې د طالبانو او فغان جهتونو تر منځ بین الافغاني مذاکرات پیل شي.

طالبانو تر دې وړاندې په بیا، بیا ټینګار کړی چې کابل کې د حکومت په نامه څه په رسمیت نه پېژني او نه هم د حکومت په ادرس له چا سره خبرو ته تیار دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

دومره غټ دروغ. چیری په کوم ځای کی دا خبری شوی، له چا سره؟ ولی یی طالبان تایید یا نا تاییده وی.

پیر محمد

حکمتیار یو منفی ګرا انسان ده ، زموږ په سیمه کی یو ډیر نیک سپین ږیری جهادی او قومی مشروو یو نفر ورته وویل چی وای حاجی صاحب ښه شو حکمتیار صاحب غو هم راغی داهغه وخت وو چی ده له افغان دولت سره سوله وکړه، دغه سپین ژیری ورغبرګه کړه وای مفتن ده مفتن ده مفتن ده، نو دحکمتیار له خولی څخه والله که په ژند موږ د خیر خبره اوریدلی وی، همیشه فتنی پیداکوی بیا خپله پکښی بند وی دده خبری او تبصری ماته هیڅ په زړه پوری نه دی او نه می خوښیږی، په دغه لیکنه یا… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx