روغتیا

ورزش کول او وزن کمول مو له «۷» ډوله سرطانونو ژغوري

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱ وږي، ۱۳۹۹ل): د امریکا د سرطان ملي انستیتیوت د وروستۍ څيړنې له مخې وزن کمول د یو شمېر سرطانونو په خطر کمولو کې مرسته کوي، په دې سرطانونو کې د پښتورګو، کولون، د تریخي، ځيګر، تیو یا سینې او مرۍ (تایراډ مرغړي) شامل دي.

څیړنې څرګنده کړې چې مغذي خواړه او ورزش کول کولی شي د سرطان په یو شمېر ډولونو کې د خطر کچه ټيټه کړي.

دغه څيړنه په شاوخوا ۵۰۰۰ کسانو ترسره شوې چې عمرونه یې د ۴۵ او ۷۶ کلنۍ ترمنځ وو او له دې وړاندې یې سرطان نه درلود، خو د ۱۱ کلونو لپاره ددوی وزن کمول تعقیب شوي دي، په پایله کې موندل شوې چې په زیاته برخه کسانو کې د سرطان خطر ۳۰ سلنه کم شوی دی.

باید وویل شي چې له غذا څخه ډک خوړو کې ماهیان او نور سمندري خواړه د لیست په سر کې راځي، دغه راز وچې میوې، تازه میوې، د زیتون تیل، لبنیات، لوبیا، دال او مغز لرونکي خواړه، سبزیانې، غوښه، هګۍ، او داسې نور شامل دي.

د امریکا د جونز هوپکنز پوهنتون څيړونکي دې پایلې ته رسېدلي چې باید د روغتیا پاملرنې چمتو کونکي دې ته وهڅول شي تر څو داسې مشورې چمتو کړي یا له چاغوالي کړیدونکي کسان داسې برنامو ته راجع کړي چې د خلکو سره ددوی د وزن اداره کولو کې مرسته وکړي.

ددوی په وینا یا داسې چاپیریال رامنځته شي چې صحي خواړو او فزیکي ورزش ته لاسرسی اسانه شي، ځکه چې دا د چاغوالي او سرطان مخنیوي اساسي لارې دي.

ګڼ شمېر نورو څيړنو هم ثابته کړې چې د وزن کموالی او په منظم ډول ورزش کول وګړي د سرطان سربېره له یو شمېر نورو ناروغیو ژغوري، باید یو عادي انسان هم پاملرنه ورته وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx