fbpx

سعودي د عراق سره سرحد کې ۳۰ زره عسکر ځای پر ځای کړي

نن ټکی آسیا-رسنۍ: د العربیه تلویزوني چېنل وویل چې سعودي د عراق سره پر سرحد باندي ۳۰ زره عسکر ځای پر ځاي کړي.

او زیاته کړې چې سعودي وروسته تر هغه دغه پریکړه وکړه کله چې د عراق سره د سوریې او سعودي سرحدونه د عراقي پوځیانو له ولکې ووتل.

سعودي د عراق سره په جنوب غرب کط تر ۸۰۰ کیلومتره اوږد سرحد لري، چې وروسته تر هغه د عراقي پوځیانو له خوا پرېښودل شوي کله چې د اسلامي دولت په نامه ډلي ځواکونه وتوانېدل چې د هیواد په شمال کې پراخي سیمي او لوی ښارونه تر خپلي ولکې لاندي را ولي.

د سعودي رسمي خبري اژانس (واس) ویلي دسعودي پاچا ملک عبد الله امر کړی چې هیواد د تروریزم څخه د ساتني په خاطر دي ټول امکانات په کار واچول شي.

باید وویل شي چې د عراق شمالي او غربي سیمو کې د سوریا او اردن سره ټول سرحدونه د اسلامي دولت په ولکه کي دي، او د سعودي سره سرحدونه د العربیه تلویزون په وینا عراقي پوځیانو خپله پرې ایښي، تر څو د کربلاء او النجف په نامه ښارونو دفاع قوي کړي، العربیه یوه ویډیو خپره کړې چې په کښي ویل شوي د سعودي د سرحد سره عراقي پوځیانو ته امر شوی چې خپل ځایونه پریږدي، او دکربلاء خواته ولاړ سي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د