افغانستان

حامد کرزي د بندیانو د تبادلې بیا پيل د سولې لپاره مهم وبللو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱ وږي، ۱۳۹۹ل): پخواني ولسمشر حامدي کرزي د طالب زندانیانو د خلاصون بهیر له بیا پیل څخه خوښي ښکاره کړې او سولې ته د رسېدو لپاره یې د دغه«مهم او نیک» ګام هرکلی کړی دی.

په هغه مطبوعاتي اعلامیه کې چې نن د شنبې په ورځ د حامد کرزي له دفتره خپره شوې، راغلي چې پخوانی ولسمشر هیله لري چې دواړه لوري د دې «بهیر» د زر تر زره ختمېدو لپاره «ګړندي» او اغیزمن ګامونو اچتولو سره بین الافغاني مذاکراتو ته لاره هواره کړي.

حامد کرزي دغه راز هیله مندي ښکاره کړې چې د واړه لوري د سولې مذاکراتو کامیابي لپاره هر اړخیز اقدامات سره کړي:

«پخوانی جمهور رئیس هیله څرګندوي چې دواړه افغاني لوري د سولې د مذاکراتو د کامیابۍ لپاره هر اړخیز اقدامات تر سره کړي تر څو په ګران هېواد کې د تل پاتې سولې د ټینګښت شاهدان واوسو.»
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د طالبانو د بندیانو کمیسیون سرچینو نن ټکي اسیا ته ویلي ؤ، چې هیله ده د دوشنبې د ورځې تر پایه ددوی ۱۰۴ تنه زندانیان له حکومتي محبسونو څځه آزاد شي، چې له هغې ډلې د څرخي پله محبس څخه د ۴۷ طالب بندیانو د خلاصون تایید شول او د پاتې نورو په هکله تراوسه څه نه دي ویل شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx