افغانستان

تخار کې یوې نظامي چورلکې سقوط کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳۹۹): د تخار ولایت په رستاق ولسوالۍ کې د یوې نظامي چورلکې د سقوط خبر ورکړل شوی دی.

دفاع وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره منلې، چې د پوځ یوه ایم اې ۱۷ ډوله نظامي چورلکه نن د سه شنبې په ورځ د کندوز ښار له پامیر قول اردو هوايي ډګر څخه د تخار ولایت رستاق ولسوالۍ ته روانه وه، چې د ناستې پرمهال یې سقوط کړی دی.

که څه هم دفاع وزارت د چورلکې د نسکورېدو علت تخنیکي ستونزه یاده کړې؛ خو بیا یې ویلي چې د پېښې په اړه یې څیړنې پیل کړي دي.

د سرچینې په خبره په دغه چورلکه کې د وژل شوو پوځیانو جسدونه له کابل څخه یادې ولسوالۍ ته لیږدول کېدل، ځکه تلفات نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx