افغانستان

کندهار: د ارغستان ولسوالۍ د ملي امنیت مدیر وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳۹۹ل): د کندهار ولایت د ارغستان ولسوالۍ د ملي امنیت مدیر «رحمت شاه سرحدي» د ماین په چاودنه کې وژل شوی.

د کندهار د والي ویاند «د کندهار د والي «ویاند بهیر احمدي» وايي، نن له غرمې وروسته د کندهار د ارغستان ولسوالۍ په مغلوګیانو سیمه کې د یادې ولسوالۍ د ملي امنیت پر سرپرست مدیر رحمت شاه سرحدي  باندې د ماین چاودنه شوې، چې له امله یې نوموړی له یوه ساتونکي سره یو ځای وژل شوی.

تر دې دمه د نوموړي د وژلو مسئولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx