شعـــــرونهپښــــتو ادب

ګيله

احمدګل ريان

چې ورځ اوړي هم ځواني ځي هم ښکلا ځي
د شپو ورځو دا معنی ده چې دنيا ځي

نن مې بيا سترګو جامونه پسې تش کړل
نن مې بيا يو د ګلاب په څېر اشنا ځي

موږ له دغې خاورې نه ځو که هر څه ده
په زړه خوږ غاټول به چېرته له بېديا ځي

شئ بلۍ ته راستنې سپينو کوترو
يو ملنګ ماران مجبور کړل له کلا ځي

عملونو خپل مسير دی خطا کړی
او له زړونو نه ايثار وتی، وفا ځي

خوند مو نه واخيست له ژونده هسې تېر شو
لکه څوک چې ماښام راشي او سبا ځي

چا ونه ويل، څه ژوند و خوند يې وکړ
ريان هم له دې نړۍ نه په ژړا ځي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx