افغانستان

سرچینه: تر راتلونکو  دوو ورځو پاتې طالب زندانیان خلاصیږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱ وږي، ۱۳۹۹ل): باخبره سرچینې وايي، ټاکل شوې ده چې تر راتلونکو دوه ورځو د ۴۰۰ طالب بندیانو د خلاصون پروسه بشپړه او ورپسې بین الافغاني مذاکرات پیل شي.

حکومتي سرچینې وايي، تیره ورځ له څرخي پله زندان څخه شاوخوا ۱۰۰ تنه خطرناک طالب بندیان آزاد شوي دي.

د کابل حکومت یوې معتبرې سرچینې د نوم نه ښکاره کولو په شرط رسنیو ته ویلي، چې د ۴۰۰ طالب زندانیانو د خلاصون پروسه به د روانې اونۍ چهارشنبې ورځې تر پایه تکمیل او د پنجشنبې په ورځ به بین الافغاني مذاکرات پیل شي.

د سرچینې په خبره په دغو خلاصېدونکو بندیانو هغه اووه تنه طالبان شامل نه دي چې د امریکايي، استرالیايي او فرانسوي پوځیانو په وژلو تورن دي.

په ورته مهال د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیې انوري امریکا غږ راډیو ته ویلي، چې د کابل حکومت لخوا د بین الافغاني مذاکراتو په وړاندې پراته خنډونه لرې شوي او ددوی مرکچي پلاوی بین الافغاني خبرو کې د برخه اخیستو لپاره قطر هېواد ته د سفر په تیاریو بوخت دی.

که څه هم ځینو رسنیو راپور ورکړی، چې ټاکل شوې ده سبا د چهارشنبې په ورځ د کابل حکومت مرکچي پلاوی بین الافغاني مذاکراتو کې د برخه اخیستو لپاره قطر هېواد ته روان شي؛ خو د محمد ناطقي په نوم د کابل حکومت مرکچي پلاوی یو غړي بیا امریکا غږ ته ویلي، چې تراوسه په دې تړاو وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

د کابل حکومت چارواکي په داسې مهال یوځل بیا د بین الافغاني مذاکراتو لپاره په تیاریو بوخت شوي، چې تیره ورځ د امریکا د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین له اشرف غني سره د تیلیفوني خبرو په ترڅ کې د بین الافغاني مذاکراتو پر ژر پیلېدو ټینګار وکړ او نوموړي څخه یې غوښتي وو چې په دغه لاره کې شته خنډونه باید لرې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

خطرناک طالبان بندیان به آزادیږی او هغه اوه تنه چی کافران لکه فرانسویان او استرلیایان وژلی هغوی به نه آزادیږی ولی هغوی چی افغانان او مسلمانان یی وژلی هغوی به آزادیږی. وګوری د کافرو او مسلمانانو تر مینځ توپیر. څومره د افغانانو ارزښت په هیڅ برابر شوی دا ټول د چا له لاسه.

وطن دوست

بنی اسرایلو تاسی افغان وژنی ته زور ورکړی وژنی کوی بچی یتمان کوی.
هلاک شی غرق شی خدای مو ورک او نابود که.
چی وس می ورسیږی په بمونو می ټول ##
چی کله هم موږ له داسی ## پدیدو خلاص شوی دی ملک کی به هلته دین په سمه توګه وپیژندل شوی

جمیل

دا د افغان د توری شرنګ دی چی افغان راخلاصوی

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx