افغانستانسولې اړوند خبرونه

مصالحې شورا: خنډونه لیري شوي، مذاکراتي پلاوی د دوحې تګ ته چمتو دی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۲ وږي، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د پخلاینې عالي شورا وایي، د بین الافغاني مذاکراتو په لاره کې پراته خنډونه ټول لیري شوي او د کابل مذاکراتي پلاوی چمتو دی، د یادو مذاکراتو د پیل په موخه دوحې ته روان شي.

یک تلویزون د مصالحې عالي شورا د ویاند «فریدون خوځون» له قوله لیکلي «د بین الافغاني مذاکراتو په لاره کې پراته خنډونه په بشپړ ډول لیري شوي، د بندیانو د تبادلې پروسه به ډیر ژر بشپړه او د افغانانو خپلمنځي خبرې به پيل شي، مذاکراتي پلاوی تیار دی دوحې ته سفر وکړي.»

د بین الافغاني مذاکراتو پيلېدو ته هیلې داسې مهال ډېرې شوې، چې حکومت له اوږده ځنډ وروسته د پاتې طالب بندیانو د خلاصون پروسه بیا ځلې پیل کړه او په تېرو دوو ورځو کې یې تر سلو زیات هغه بندیان چې حکومت یې د خلاصون په اړه ملاحظات درلودل؛ خلاص کړل.

تمه ده د روانې اوونۍ دننه د پاتې ټولو طالب بندیانو د خلاصون لړۍ بشپړه او په دې توګه د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پیلېدو په لار کې یو عمده خنډ له منځه لاړ شي.

که څه هم تر دې دمه د بین الافغاني مذاکراتو د پیلېدو کره نېټه نه ده په ډاګه شوې؛ خو طالبانو تر دې وړاندې په بیا، بیا ټینګار کړی وو، که پاتې طالب بندیان یې خلاص شي، دوی تیار دي د یوې اوونۍ دننه له ټولو افغان جهتونو سره مذاکراتو ته کېني.

ورته مهال ځیني سرچېنې داسې راپورونه هم ورکوي، چې طالبانو د بین الافغاني مذاکراتو لپاره یو مجرب او پیاوړی پلاوی ټاکلی، چې دیارلس تنه شاوخوا یې د رهبري شورا غړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx