ورزش

ټيسټ کې له ماتې وروسته پاکستان د شل اوریزو سيريز مساوي کړ

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۱۲ وږي، ۱۳۹۹ل): د پاکستان کرکټ لوبډلې وروسته له هغې چې د انګلستان پر وړاندې يې ټيسټ سيريز له لاسه ورکړ د شل اوريزو سيريز په وروستۍ لوبه کې له بريا وروسته مساوي کړ.

په وروستۍ لوبه کې انګلستان لوبډلې ونشوه کړای د پاکستان لوبډلې د ۱۹۱ منډو هدف په ټاکلو اورونو کې بشپړ کړي. په ياده لوبه کې د پاکستان لخوا محمد حفيظ ۸۶ ناسوځېدلې او ځوان لوبغاړي حيدر علي نيمه سليزه ووهله.

د انګلستان لخوا مسلمان لوبغاړي معين علي په زړه پورې توپ وهنه ترسره کړه خو له همدف بشپړولو وړاندې د وهاب رياض په توپ وسوځېد.

له دې وړاندې لومړۍ شل اوريزو سيالۍ د ورښت له کبله بې نتيجې، او په دويمه سيالۍ کې انګلستان بريا خپله کړې وه. په دغه لوبه کې انګلستان د پاکستان ستر د ۱۹۶ منډو هدف بشپړ کړی و.

محمد حفيظ چې ۳۹ کلن او په پاکستان لوبډله کې تر ټولو مشر لوبغاړی دی په دواړو شل اوريزو لوبو کې نيمه سليزې ووهلې، په دې سره هغه د لوبې او د سيريز غوره لوبغاړی وټاکل شو.

دغه راز پاکستان په انګلستان کې د درې ټيسټ لوبو سيريز هم ترسره کړ چې د انګلستان له خوا پاکستان ته په کې په ۱-۰ ماتې ورکړل شوه‌.

بايد وويل شي چې د کرونا وبا د خپريدو مخنيوي په خاطر اوسمهال په ټوله نړۍ کې د کرکټ سربېره ټول سپورتي فعاليتونه د نندارچيانو په نه شتون د بندو دروازو تر شا ترسره کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx