نادري ناولدهویډیو

یو متر اوږدوالی لري، د یوې میرمنې له ستوني مار راویستل شوی – ویدیو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲ وږي، ۱۳۹۹ل): په ټولنیزو رسنیو یو ویدیو کلیپ خپور شوی چې په کې د یوې روسیې میرمنې له ستوني څخه یو متر یا څلور فوټه اوږد مار راویستل کیږي.

ویل کیږي دغه مار د میرمنې په خوله کې د خوب پرمهال ننوتی دی کله چې هغه د روسیې جمهوریت داغستان ایالت په لیوشي سیمه کې له کوره بهر ویده شوې وه.

له راپاڅېدو سمدلاسه وروسته میرمنې په معده او ستوني کې سخت دردونه احساسول چې هغه یې روغتون تللو ته اړ ایستله، طبي کارمندانو سمدلاسه د قضیې په اړه جدي ګامونه پورته کړل او په مار راویستلو بریالي شول.

د رسنیو د راپورونو په وینا، دغه ډول قضیې په یاده سیمه کې له دې وړاندې هم څو ځله پېښ شوي دي، دوی ځایي خلکو ته سپارښتنه کوي چې دداسې پېښو مخنیوي لپاره دې له کوره بهر له خوب څخه ډډه وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x