افغانستان

قیصاري په شمال کې د ملېشو جوړولو ملاتړ کوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۲ وږي، ۱۳۹۹ل): د نامسئوله وسله والو قوماندان او د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ د پولیسو پخواني مشر «نظام الدین قیصاري» چې د  شمالي ولایتونو د امنیتي وضعیت په تړاو د بحث کولو په نامه کابل ته راغلی له حکومت غواړي، چې په شمال کې ملېشې جوړې کړې.

د طلوع نیوز د راپور په اساس، قیصاري د شمال وضعیت اندېښموونکی بللی او له حکومت یې غوښتي چې په شمال کې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو تر سرپرستۍ لاندې ولسي ملېشې جوړې کړې او په دې توګه د طالبانو د پرمختګ مخه ډب کړي.

قیصاري وایي« د شمال او شمال ختیځ امنیتي وضعیت خراب دی چې حکومت باید توجه ورته وکړي، که چېرې د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو تر مشرۍ لاندې ولسي ملېشې جوړوي زه یې ملاتړ ته تیار یم او چمتو یم د طالبانو مخې ته ودرېږم.»

نظام الدین قیصاري چې تر دې وړاندې د دوستم ښی لاس ګڼل کېده، حکومت یو ځل د غیرمسئوله وسله والو درلودلو او بشري جرمونو ترسره کولو په نامه بندي او بیا يې په مزار شریف کې د نوموړي پر کور ځمکني او هوایي عملیات ترسره کړل؛ خو نه یوازې د نوموړي په محاکمه ونه توانېد بلکې ژمنه یې وکړه، چې په عملیاتو کې د هغه کور ته اوښتی زیان به هم اداء کوي.

قیصاري اوس تېرې شوې قضیې حل شوې بولي او په خبره یې، په نظامي الوتکه کې تر کابله راغلی او تر هیڅ ډول څار لاندې نه دی.

یاده دې وي، چې په شمال کې د ملېشو جوړولو هڅې داسې مهال دي، چې تمه ده په نږدې راتلونکې کې د افغانانو خپلمنځي خبرې پيل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

دا دومره زورور نړیوال باداران چی یی مات او تیښتی ته اړ سول دا د بوسو او د خسو غلامی ملیشی به څنګه د میړنی مجاهدینو و سیلاب ته ټینګ سی .

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx