شعـــــرونه

چې وړانګې دې د مخ ګله له لمر نه ووتلې/ اسرار عمر

اسرار عمر

چې وړانګې دې د مخ ګله له لمر نه ووتلې
د ټولې زنده ګۍ صحنې مې سر نه ووتلې

ما هم د انتظار پاڼۍ ته کېښود د پای ټکی
چې سترګې مې په تاپسې له در نه ووتلې

وحشت پکې تر دې وشو چې وینې د زلمیو
د دې وطن له لارو له ګودر نه ووتلې

دا څه ژر دې خاصیت کړلو بدل کم اصله یاره
په څه باندې د اصل خوی هنر نه ووتلې

ځه ښه شولې د سترګو له اثر نه ووتلې
ځه ښه شولې اسراره له خطر نه ووتلې

اسرار عمر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx