افغانستان

«د پاتې طالب بندیانو د خلاصون لړۍ نن بشپړېږي»

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۲ وږي، ۱۳۹۹ل): یو شمېر دولتي سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د طالبانو له پنځه زره کسیز لست څخه د پاتې طالب بندیانو د خلاصون لړۍ نن په بشپړ ډول پای ته رسېږي.

یوې دولتي سرچینې که څه هم د نن ورځې تر پایه د خلاصېدونکو بندیانو شمېر یاد کړی نه دی؛ خو ازادي راډیو ته یې ویلي، چې له پنځه زره کسیز لست څخه پاتې طالب بندیان چې حکومت یې له اوږدې مودې راپدېخوا د خلاصون مخالفت کاوه نن خلاصېږي.

د ازادي راډیو یو خبریال چې د ویډیو د ثبتولو په موخه سیمې ته تللی ویلي، چې ډېر بندیان په جلا جلا ډلو کې او په ځانګړو موټرو کې له زندانه وایستل شول او له دې کبله‌یې په سیمه کې خبریالانو ته دقیق شمېر څرګند نه‌شو.

دا په داسې حال کې چې په تېرو دریو ورځو کې د څرخي پله په ګډون د حکومت تر واک لاندې بېلابېلو زندانونو څخه تر سلو زیات طالب بندیان چې حکومت «خطرناک» بلل؛ خلاص شول.

حکومت او طالبان لا هم په دې اړه چې څومره بندیان خلاص او څومره نور پاتې دي؛ په رسمي ډول له څه ویلو ډډه کوي.

ورته مهال د مصالحې عالي شورا ویاند «فریدون خوځون» رسنیو ته ویلي، چې د طالبانو د بندیانو مسئله حل شوې او ژر تر ژره به د هغوی د پاتې زندانیانو د خلاصون لړۍ بشپړه شي.

د فریدون په خبره، د بندیانو د تبادلې له بشپړېدو سره سم به بین الافغاني مذاکرات هم پیل شي.

شاوخوا څلور سوه طالب بندیان چې د طالبانو او امریکا تر منځ یې د خلاصون په اړه موافقه شوې وه، په دې وروستیو کې حکومت د بېلابېلو ملاحظاتو په وړاندې کولو سره له خلاصون انکار کاوه او طالبانو بیا د خپلو بندیانو خلاصون د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پیلېدو لپاره اساسي شرط باله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

دا خو به ښه کار ونشی ځکه چی بیابه د څه په نامه جهاد کوو. نو چی جهاد نوی بیا به زمونږه معیشیت له کومه راځی؟ نوره بهانه د جنګ لپاره په خلاصیدو ده.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx