ورزش

فیسبوک د پاکستان اړوند لسګونه حسابونه او پاڼې حذف کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲ وږي، ۱۳۹۹ل): د ټولنیزو رسنیو مشهورې ویبپاڼې «فیسبوک» د پاکستان څخه چلیدونکي لسګونه حسابونه، پاڼې او ګروپونه حذف کړي دي.

د ډان ورځپاڼې د راپور سره سم له دغه هېواد څخه چلیدونکي جعلي ۴۵۳ فیسبوک اکاونټونه، ۱۰۳ پاڼې، ۷۸ ګروپونه او ۱۰۷ د انسټاګرام حسابونه حذف کړي دي.

فیسبوک په دې تړاو وایي، دغه اکاونټونه، پاڼې او ګروپونه په پاکستان کې په منظم ډول د ځایي او غیر دولتي کمپاین په اړه خلک ګمراه کوي.

فیسبوک زیاتوي چې داخلي پلټنو په ډاګه کړې، ځينې شبکې په سیمه کې شکمن همغږي فعالیتونو کې دخیل دي، چې د شرکت لخوا حذف شوي دي.

د فیسبوک په وینا د ناکاره شبکو تر شا جعلي حسابونه موجود وو چې ځينو یې هندوستان سره تړاو ښودلی، د هندي پوځ او ادارو اړوند یې مواد خپرول او ددوی فیسبوک پاڼې هم موجودې وې.

فیسبوک په خپل خپاره کړي بلاګ کې وایي، ډير حسابونه، پاڼې او ګروپونه په سیستماتیک ډول یوه بل سره تړل شوي او په ګډه یې مواد خپرول چې ځينې یې د پاکستان حکومت یا د هند ملاتړي وو او ځينې نور یې په سپام کې دخیل وو.

فیسبوک په تېره نږدې کې د خپلې پالیسي په اړه سختې پریکړې کوي چې په دې اړه یې د فیسبوک کاروونکو ته خبرداری ورکړی او د اکتوبر له لومړۍ نیټې به لا جدي ګامونه پورته کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx