ټولنیزه برخه

خوشحالي دې په ایمان کې ده

دوکتور اظهار الحق عزيز

خوشحالي یو معنوي شی دی چې په سترګو نه لیدل کیږي، نه په تله تلل کیږي، نه په خزانو کې پيدا کيږي، نه په دینار او درهم اخیستل کیږي، چې غنیان یې واخلي او فقیران ترینه پاته شي، بلکي خوشحالي یو داسې شی دی چی انسان یې په سینه کې دننه محسوسوي، لکه د نفس صفا والی، د زړه اطمئنان، د تندي پراخوالی او د ضمیر راحت او سکون.

خوشحالي په دې کې ده چې د نورو زړونه خوشحاله کړې او په شونډو یې موسکا خپره کړې، ولو که ستا ژوند د غمونو ډک وي.

خوشحالي د الله په ذکر کې ده، خوشحالي د الله په شکر کې ده، خوشحالي د الله په عبادت او اطاعت کې ده، خوشحالي جنت ته په داخلیدو کې ده او خوشحالي د دوزخ نه په نجات کې ده.

خوشحالي بازاري مال نه دی چې خرڅیږي او اخیستل کیږي، بلکي خوشحالي د قناعت او رضا یو ژور احساس دی.

خوشحالي د الله ورکړه ده، چاته یې چې خوښه شي د نېکو او غوره اعمالو په بدل کې یې ورکوي. خوشحالي یو داخلي شی دی چی د انسان د داخل نه راوځي، د انسان د خارج سره تړاو نه لری.

وایي: یوه سړي خپلي میرمني ته په قهر او غوسه وویل: خفه او غمجنه به دې کړم، ښځي یې په ارامه ورته وویل: خفه کولی مې نشې، همدارنگه خوشحالولی مې هم نشې.
میړه یې وپوښتل: څنگه دې نشم خفه کولی؟!
میرمني په اطمئنان ځواب ورکړ: که چیري خوشحالي ستا په پیسو کې وي، راباندې بندي به یې کړې، که چېرې ستا په سپینو او سرو کې وي ترې محرومه به مې کړې، خو خوشحالي په داسې شي کې ده چې ته يې نه لرې او نه يې نور خلک لري.
میړه یې په تعجب وپوښتل: دا نو څه شی دی؟!
ميرمني یې ورته کړل: زما خوشحالي زما په ایمان کې ده، ایمان می په زړه کې دی او د زړه مالک او واکدار مې خپل رب دی، د هغه نه بغیر بل څوک پرې تسلط نه لري.

دې ته رښتینې او خوندوره خوشحالي وایي، نه یې کوم بشر چاته ورکولی شي او نه یې ترې اخیستلی شي، له داسې خوشحالي نه هر څوک خوند نشي اخیستلی، مگر مؤمنان او نېکان خلک، یو نیک عمل او صالح سړی وایي: مونږ په داسې عظیمه او خوندوره خوشحالۍ کې ژوند کوو که پاچاهان راباندې خبر شي نو د تورو په زور به یې رانه واخلي.

د چا چې داسې خوشحالي نصیب شوې وي، هغوی الله ته په کامله معنی رجوع کړې وي او د دنیا مؤقتي مصیبتونو باندې صبر کوي او په اخرت کی یې د الله نه د اجر امید لري.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx