نړۍ

کویټه: نامعلومو وسلوالو په ډزو ۲۶ شیعه مذهبه مسافر وژل شوي دي

نن ټکی آسیا: د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د کویټي او تفتان پر لاره باندي د مستونګ په سیمه کې نامعلومو وسلوالو د شیعه مذهبه مسافرو یو ډک موټر تر وسلوال برید لاندی راوستلی، چي له کبله يې ۲۶ کسان ووژل شول، او یو شمېر نور ټپيان شوي دي

د پولیسو په وینا دغه بس د کویټي ښار څخه د تفتان په لور روان وو، او دغه کسانو غوښتل چي ایران ته خپل د مذهبي زیارتونو لپاره لاړ شي.

هغوی زیاته کړه چي نامعلومو وسلوالو چي پر موټر سایکل او په جیپ ډوله موټر کې سپاره وه، دغه بس یو ځلي درولی، او بیا يې دننه پر مسافر ډزي پیل کړی دي، او هم يې د دباندي څخه په کلاشنکوفونو ډزي کړي.

د بس چلوونکي خوشحال رسنیو ته ویلي چي په بس کې ټول ۴۵ تنه مسافر سپاره، او د وسلوالو شمېر د اتو کسو څخه بیا تر لسو پوري وو، او ډیري اسلحې يې درلودلې.

د پيښي وروسته د کویټي په روغتونونو کې بیړنۍ حالت اعلان شوی دی.

په یوه تازه خبر کي ویل کیږي چي د وژل شویو کسانو وارثان چي غوښتل يې خپل د قریبانو مړي تر لاسه کړي، یو ځل بیا د کویټي ښار د اختر اباد په سیمه کې تر برید لاندي راغلي دي، چي له امله يې ۳ تنه نور وژل شوي دي.

د پيښي وروسته د شیعه مذهبه تنظیمونو چي د کویټي په ښار کې فعالیت کوي، له خوا د ۳ ورځو لپاره غمیزه (سوګ) اعلان شوی دی.

د یادوني وړ ده چي څو ځلي مخکي هم شیعه مذهبه وګړي د بلوچستان په مرکز کویټه ښار کې څو ځله په نښه شوي، چي له کبله يې په وار وار درنه مرګ ژوبله ورته رسیدلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x