نظــر

له ولسه لرې ولسمشر

محمد اسماعيل يون

هغه څوک چې څلوېښت کاله له خپل ولسه لرې پاتې شوی وي او بیا د یو تصادف، چانس او د ولس د ناچارۍ له وجې دولتمشر شي او د ولسمشر خطاب ورته وشي، هغه نو په بیاپه ځان کې ورک شي ، ترې راټول غوړه مالان یې نو اسمان ته داسې پورته کړي چې لاندې ولس ورته هډو د ادم زامن نه ښکاري. ځان ورته جامع اکمالات معلوم شي او هر دول ګلشالي یې چې له خولې و دوړول نو فکر کوي چې همدا د کاڼي کرښې دي.

د یو سیاسي مشر لپاره له خپلې ټولنې سره کلتوري تفاوتونه نه یوازې داچې ده ته ډېر مضر دي، بلکې ټولنې ته هم ډېر خطرناک تمامېږي دولتمشر غني هم له خپلې ټولنې سره نه یوازې دا چې واضح کلتوري تفاوتونه  لري ، بلکې کله کله یې عملونه هم ان د ټولنې له دودیزو واقعیتونو سره په تضاد کې واقع شوي دي. په تېرو ټاکنو کې د ښخو د عکس جبري کول یې د کلتوري تضاد یو څرګند کلتوري مثال و چې تر ټولو زیات زیان یۍ خپله همده ته واوښت. هغه وخت هم یو شمېر غوړه مالانو او د ده شعوري مخالفانو دی دې عمل ته وهڅاوه او اوس دا دی په تذکره کې د مور نوم د لیکلو له لارې غواړي غني او زموږ مذهبي او دودیز پال ولس له یوې بلې کلتوري ستونزۍ سره مخ کړي.

یو سړی چې لنډۍ ته متل وايي، متل ته لنډۍ، عادي شعر له مخې نه شي لوستلای، نظم په نثر او نثر په مسجع نثر اړوي، د ټوکې زمان او مکان نه پېژني ، د خپل اواز تون نه شي کنترولولای، د عاشورا او ماتم په ورځو کې هم خلکو څخه د چکچکو هیله کوي، په کمپایني غونډوًکې حیوانات پر ونو خېږوي، د خپلې ژبې او لاسونو د کنترول  د مهارولو واک وځواک نه لري او په سلګونو نور ناکنتروله رواني مشکلات لري ، اسلامي بحثونه یې خو یې پر ځای پرېږده ، نو په داسې یو حالت کې بیا د ملک نورو چارواکو ته په کار دي ، چې د ټولواک د عمل او وینا د مهارولو تار په لاس کې ولري چې حالات تر دې نور هم خراب نه کړي. اوس نو جمهور رییس غني هره خبره وکړي غوړه ملان هغو  ته  د تاییدي مرغلرو اب ورکړي او هغه نور هم وهڅېږي چې ورځه پرې خبرې دې تر شاتو هم خوږې دي.

د غني لفظي او محتوايي تېروتنې ډېرې دي ، خو اوس راځم دې یوې نوې نوې کړۍ ته جې هغه هم د ښخو او نر ښځو د حقوقو مدیانو له خوا مطرح شوې ده ، دوی یو ځل بیا همدې غني او عام ولس ته داسې دام ایښی دی؛ چې زیان یې هم غني او ولس ته متوجه دی .؛ په تذکرو کې د مور نوم لیکنه.

۱-د نړۍ په اکټرو اسلامي او ناسلامي هېوادونو کې دا خبره دود نه ده  چې حتمي دې په تذکرو کې د مور نوم ولیکل شي.

۲-په افغانستان کې به دا کار د دې سبب شي جې یو شمېر نالوستي او کملوستي خلک د تذکرې له اخیستلو ډډه وکړي.

۳-د تذکرې د نه اخیستلو په حالت کې به هغه ډلې او سیاسیون ډېره  ګټه وکړي چې د اکثریت افغانانو له مذهبي او دودیز جوړښت څخه ناوړه ګټه پورته کوي.

۴- دا موضوع یه په ولسي او مشرانو جرګه کې د برېښاني تذکرو پر سر  تېر حل شوي جنجالي بحثونه یو ځل بیا را تازه کړي.

۵- د افغانستان کورنیو او بهرنیو دښمنانو ته به یو ځل بیا چانس برابر کړي چې د مور ستون د زیاتولو په حالت کې د ملت ستون حذف هم مطرح کړي.

۶- د مور سپېڅلی نوم چې په نړۍ کې هېڅ بذیل نه لري ، دا به هم پر یو متازع بحث بدل کړي.

۷- په پاسپورت کې چې د پلار نوم ضرور و ، پاسپورت بې پلاره شو ، خو دلته چې کومه مشخصه اړتیا نه محسوسېږي ، دلته بیا د مور نوم پر لیکلو بنا ضروي ټینګار کېږي.

۸- اوس به نو په تذکره کې هر څوک د تظاهر  لپلره د خپلې مور تر نوم وړاندې ضرور د  ( بي بي ) مختاړي هم زیاتوي ؛ ټولې تذکرې به له بيبیانو ډکې شي، خو  د غني په شمول به هېڅ کاذب سیاستوال د کومې بي بي مور اوښکې وجې نه کړي او هغې ته به دا زېری ور نه کړي چې نور ستا کلاب ګلاب زامن په جنګ کې نه مري.

۹- اوس نو نور په افغانستان کې ټول مشکلات حل شول ، یوازې د میندو همدا مشکل پاتې چې په تذکره کې دې د نړۍ د اکثرو هېوادونو د عرف خلاف د دوی نوم ولیکل شي.

۱۰- افغانستان کې یو مشکل دا دی چې څوک د مور  دعزت جوګه نه وي هغه به د مور د حقوقو دعوه کوي ،  طلاقۍ به د کورني ژوند دښه والي چغه وهي ، دکتاتوران به د ججهوریت  شعار پورته کوي  ، زورواکي به د ولسواکۍ نارې وهي ، هر څه سرچپه روان دي.

ما باندې مې خپله مور ګرانه ده زه د خپلې نوم د زړه پاڼو کې لیکم که څوک یې په تذکره کې هم په خپله خوښه لیکې مخالفت یې نه کوم ، خو جبري کول یې خپله جبر ته لاره برابرول دي ، زه د خپل وطن پر کلتور هم ښه پوهېږم . زه دا د ښځې حق ګڼم چې له نارینه سره مساوي حقوق ولري ، خو بېوخته اذانونه کول د چرګ پر مرګ تمامېږي او تر ګټې یې زیان زیات وي ، نور دې خوښه مفکره او عقل کله.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

له ولسه لری مشر خو هیبت دی چی پاکستان کی ژوند کوی.

طوطی

دومره بیانیي چی غنی ولس ته کړی، ملاقاتونه خبری، بیا هیبت الله آخوند وګوری چی کال کی یو وار د اختر په ورځ یوه بیانیه ورکوی هغه هم خدای خبری چی هغه دی او یا کوم بل څوک. پدی اساس له ولسه لری مشر هبیت الله دی چی پردی هیواد کی ژوند کوی. غنی خو همدا نن پروان ولایت ته ولاړ تر څو له سیلاب ځپلو سره له نږدې وګوری آیا هیبت الله تر اوسه کومه بیانیه د سیلاب ځپلو په ارتباط کومه دلداری وکړی؟

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx