افغانستان

سرچینه: د کابل حکومت د مرکچي پلاوي تخنیکي ټیم قطر ته رسېدلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲ وږي، ۱۳۹۹ل): یو شمېر حکومتي سرچینې وايي، چې بین الافغاني مذاکراتو کې د ګډون کوونکي حکومتي پلاوي تخنیکي ټیم د قطر هېواد پلازمینې دوحې ته رسېدلی دی.

کابل نیوز د یوې حکومتي سرچینې په حواله نن د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړی، چې د کابل حکومت د مرکچي پلاوي دغه تخنیکي ټیم تازه دوحې ته رسېدلی، ترڅو طالبانو سره د بین الافغاني مذاکراتو د سرته رسېدو پر څرنګوالي کار وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې آزادي راډیو د یوې بلې حکومتي سرچینې په حواله راپور ورکړی، چې ټاکل شوې ده د دوحې تړون مطابق د نن ورځې تر پایه پاتې طالب زندانیان له حکومتي محبسونو څخه آزاد شي.

د ازادي راډیو یو خبریال چې د ویډیو د ثبتولو په موخه سیمې ته تللی ویلي، چې ډېر بندیان په جلا جلا ډلو کې او په ځانګړو موټرو کې له زندانه وایستل شول او له دې کبله‌یې په سیمه کې خبریالانو ته دقیق شمېر څرګند نه‌شو.

طالبانو تردې وړاندې ویلي ؤ، چې ددوحې تړون مطابق د خپلو زندانیانو د آزادولو د بهیر له بشپړېدو  وروسته یې بین الافغاني مذاکراتو ته بشپړ تیاری نیولی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
وطن دوست

ته څنګه ځان ته خپلواکه رسنی وایی بی ## ته سم دم حکومت او نظام ته اداره وایی شرمیږی هم نه د ای ایس ای ## بیا د څشی دعوی کوی تاسی ## د پاکستان بی اجازی نشی کولای اداره کابل ده… ## خانه غرق شی

جمیل

دا به هم عجیبه مذاکرات وی !؟
یوی خواته غلام ، خائن ، د دین او هیواد او د ولس دښمن په ټیټ سر او مړو سترګو او مخامخ بلی خواته خپلواک ، سپیڅلی ، پر دین او هیواد او پر ولس مین په جګ سر او تیزو سترګو .
عجبه تماشا ده

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx