شعـــــرونه

خدای په تول جوړه دنیا ده/ رفيق څارګر

رقيق څارګر

سېلۍ خرابو جوړ کړم
دشت اباد پۀ توند ندا ده

کمې ټولې انسان ویني
خدای په تول جوړه دنیا ده

د حرمت خاوند یې څوک کړل
څنګه زیب هم  تنتنا ده

مرګ ته لارې د چم ګوري
ژوند په سترګو کې رڼا ده

تۀ لۀ مانه لرې مه شې
اسمان ښکلی په سها ده

په نشه د خوب پوره یم
جام کۀ هر څو بې سهبا ده

د امکان نادرې ګوره
لس هیندارې یو لقا ده

چا پۀ جام ایمان راوړی
څوک په خټه د ملا ده

سر بالښت د خاورو غواړي
غر د وړانګو متکا ده

هېلې ولې د چا واخلي
زوړ د نوي ژوند سبا ده

پاچا موړ په قناعت کړه
حق کۀ صبر د ګدا ده

عشق به راز د کعبې تور کړي
نور په چان د زړۀ  پیدا ده

پټې  لوڅې د چا نشي
ستا څارګر پۀ تا شیدا ده

رفیق څارګر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx