لیکنېنظــر

حکومت له طالبانو د څه ډول سولې تمه لري؟

عبيدالله سهاک

د پوهنتون استاد

که د طالبانو د ظهور سیاسي تاریخ ولوستل شي، معلومه به شي، چې طالبان د خټینو مدرسو هغه غریب او مسکین لارویان و، چې د خپلې خېټې مړولو په موخه یې له پردیو کورونو وچه ډودۍ غوښتې. دوی هغه مظلوم افغانان و، چې د اسلامي زده کړو په موخه یې په میاشتو حتی په کلونو له خپلو کورنیو لرې د مسافرۍ ژوند تېر کړی… دا چې دوی ولې سیاسي او نظامي ډګر ته را ودانګل؛ یوازې د مرحوم لوی ملا صیب محمدعمر مجاهد یوې هغې خاطرې ته لنډه اشاره کوم، چې کتابونو ذکر کړې. مرحوم وايي: (( مدرسې ته پر لار روان وم، چې له لرې ځای څخه مې سترګې په ولاړ کس ولږېدې. کله چې ورنیږدې شوم؛ سلام علیک… مې وویل، خو ولاړ کس ځواب رانکړ، ورته ځیر شوم، ومې لیدل چې یاد کس د پاټکیانو له لوري لومړی شهید شوی او بیا د ژوندي انسان په څېر درول شوی! ما له همغې ورځې د خپلې سیمې د امنیت په موخه هلې ځلې پیل کړې… )).

د داسې بوږنونکو حالاتو او پېښو له امله د مدرسو دغه بې وسه طالبان نظامي ډګر ته داخل شول. د تاریخ کتابونه ټول په دې شاهدي ورکوي، چې طالبانو په څه ډول، په کومو وسایلو او په څومره بهراني حالاتو کې د زور واکو، پاټکیانو او پخوانيو ټوپکسالارانو په مقابل کې د حق نعره پورته کړه او د مظلومو افغانانو د حقوقو د ژغورنې لپاره یې خپل کتابونه بند او مدرسو ته یې قلفونه واچول. په څومره قربانیو او د تنکیو ځوانانو د سرونو په نظرانه یې د حقه اسلام بیرغ د افغانستان تر شمالي ولایتونو ورساو.

له صدر اسلام څخه یې څوارلس پېړۍ وروسته د یوه واقعي اسلامي نظام تمثیل ته زمینه مساعده کړه؛ خو متأسفانه! چې ټولې کفري نړۍ ددغو اصیلو په وطن مینو افغانانو د لمنځه وړلو او راپرځولو لپاره په پراخه کچه لومړی پوچ تبلیغات وکړل او بیا یې د نظامي یرغل په موخه هغه جاهله او په ډالرو پېرل شوي افغانان جګړې ته رامخته کړل؛ کوم چې په اویایمه لسیزه کې د طالب جان له وېرې امرېکې او ترکیې ته تښتېدلي و.

پّه هر صورت، په وینو ګټل شوی نظام یې د امریکایانو او د هغوی د لاسپوڅو له لوري په ۲۰۰۱م کال کې ړنګ شو. دوی ته د مرګ او زندان له انتخاب پرته ټولې لارې وتړل شوې. کورونه یې ونړول شول. داسې زندانونو ته واچول شول، چې کلونه کلونه یې اقاربو ترې خبر نه درلود. مهاجر شول؛ داسې چې اولادونه یې په پردیو هېوادونو کې د خپل ګران هېواد د لیدو په تمه را لویان شول. له هغې ورځې دادۍ شل کاله ووتل؛ خو طالب مشرانو په خپل پلرني هېواد افغانستان کې د امریکا او ملګرو له وېرې په ښکاره قدم کېنښود…

خو دا چې طالبان هم د هغو باتورو، شهیدانو او غازیانو اولادونه و؛کومو چې د انګرېزانو او روسانو خوبونه ګور ته وړي و، نو دا شل کاله یې په خوړلو او خوب کولو تېر نکړل، دوی د لوی الله ج په نصرت امریکایانو ته دا ثابته کړه، چې موږ هېڅکله خپله خاوره کې بهرني اشغالګر نشو زغملای. ځکه خو یې له ډلې سلګونو ځوانانو باروت له خپلو ملاوو وتړل او د خپل هېواد د ازادۍ لپاره یې ځانونه د اور خوراک کړل؟!

د طالبانو د داسې تندریزو نظامي حرکاتو د مخنیوي په موخه امریکایانو او متحدینو یې له مختلفو لارو کار واخیست؛ خو هېڅ یې ونشو کړی. بلآخره ټولې نړۍ ته معلومه شوه، چې کبرجنې امریکې د طالب جان د پخلاینې لپاره قطر ته پښې وکړې او هلته یې د خپلې ماتې تړون ورسره لاسلیک کړ. اوس هغه تش په نوم دولت، چې شل کاله یې د غرب غلامي وکړه! شل کاله یې د امریکانو پلانونه مخته یوړل! شل کاله یې د غریبو او بې وسې افغانانو کورونه په عیسویانو او یهودانو بمبار کړل!؛ وایي، چې طالبان دې زما د نظام یوه برخه شي. افسوس د دوي په دې فکر!

حکومت او حکومت پلوه خلک دې پوه شي، طالبان هېڅکله د موجوده نظام برخه نشي کېدای؛ بلکې حکومت به د طالبانو د نظام یوه برخه ګرځي؟!

ان شاالله تعالی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
فهیم

باالکل دیو تریخ حقیقت دی چي طالبانو دیوسپڅلی هدف لپاره ډیری سختې قربانی ورکړیدی او انشاالله چې پایله به یې هم د یوسپڅلی اسلامی نظام قایمیدل وی

جمیل

دا منافق او مفسد غلامان به هیځکله د اسلامی نظام برخه و نه ګرځی او نه هم د دوی په شتون کی اسلامی نطام پلی کیدای سی ، غلامان دی د خپل خیانت د سزاء ورځی شپی شمیری .

غ.حضرت

نه د کابل واکداران د جمهوریت او دموکراسۍ او ښې حکومتدارۍ په اصولو پوره پوهیږی او نه طالب د اسلامی حکومت په اصولو سم پوهیږی بناً که یو د بل برخه هم سی او یو بل کی ادغام هم سی نو وولس ته به ئې ډیر خیر و نه رسیږی خو سره لدې وولس ته به دا هم غنیمت وی چی د وینو توئېده نور ودریږی. بله دا چی نیمګړتیاوی خو دواړی خواوی لری خو که طالب جان د ” زین ” پر ځای په همهغه ” کونجوغه ” قناعت وکړی نو په ګټه به ئې وی البته ښکاری خو… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx