روغتیا

ټرمپ وایي چین د کرونا له کبله لسګونه زره کسان له لاسه ورکړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲ وږي، ۱۳۹۹ل): د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي په چين کې د کرونا وبا له کبله لسګونه زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ټرمپ دغه خبرې د فاکس نیوز تلویزون سره د مرکې پرمهال کړي، هغه پرته له دې چې اسناد وړاندې کړي ویلي، «له لسګونه زرو زیات کسان په چین کې د کرونا له کبله مړه شوي دي خو د بیجینګ حکومت یې معلومات نه خپروي».

هغه زیاته کړه، «چین د بل هر هېواد نه زیات کسان له لاسه ورکړي خو هغوی یې خپروي نه».

ټرمپ دا ادعا داسې مهال کوي چې د امریکا د جونز هوپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په چین کې د مړو شمېر ۴۷۲۴ او په امریکا کې ۱۸۴۶۴۴ ته رسیږي، چې په امریکا کې د مړو شمېر سره خورا زیات توپیر لري، کوم چې په نړۍ کې تر بل هر هېواد زیات دي.

کله چې له ټرمپ څخه وپوښتل شول څرنګه د چین په اړه د کرونا ویروس د مړینې شمېر پيژني نو موضوع یې بدله کړه او پرته له کومو شواهدو یې توضیحات وړاندې کړل:

«په هر حال، ما یوه احصائیه ولیده چې تېره ورځ خپره شوه، لیکلي یې وو یوازې ۶ سلنه خلک له کرونا څخه مړه شوي دي کومه چې خورا په زړه پورې ده».

ډونالډ ټرمپ له دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان هم تورن کړی چې د چین په اړه د کرونا معلومات پټوي، او نورې نړۍ ته یې د دې ویروس په اړه پر وخت خبر نه دی ورکړی. په دې اړه امریکا پر روغتیا سازمان خپلې ټولې مالي مرستې هم تړلي دي.

د راپورونو له مخې اوسمهال په چین کې د کرونا ویروس پېښې نږدې په نشت حساب دي، خو بل لور ته په امریکا او لاتیني امریکا کې هره ورځ شاوخوا ۷۰ زره پېښې ثبتیږي او له زرو زیات کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د یورو نیوز تلویزون د راپور له مخې د چین په ووهان ښار کې له کومه ځایه چې کرونا ویروس خپور شوی کوچنیان په لومړي وار له ۷ میاشتني ځنډ او خنډ وروسته خپلو ښوونځیو ته ستانه شوي دي. دغه رسنۍ زیاتوي چې شاوخوا یو ملیون زده کونکي د ووهان ۲۸۰۰ ښوونځیو ته ستانه شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx