افغانستانسولې اړوند خبرونه

غني او عبدالله د مذاکراتي ټيم له غړو سره لیدلي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۲ وږي، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت مشر «اشرف غني» او د پخلاینې عالي شورا رییس «عبدالله عبدالله» د کابل د مذاکراتي ټیم له غړو سره لیدلي او د بین الافغاني مذاکراتو اړوند يې نظرونه ورسره تبادله کړي.

له ارګ څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې غني په دې لیدنه کې د طالب زندانیانو خلاصول سولې ته د خپل  حکومت د ژمنتیا نمونه وبلله او هیله یې وښوده، چې په مذاکراتو کې به په سرتاسري اوربند موافقه وشي، تر څو یوې «باعزته» سولې ته زمینه برابره شي.

غني ددې تر څنګ مذاکراتي ټیم د افغانستان د خلګو او د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت استازی بللی، چې دده په خبره، مطلق ولسي او ملي ټیم دی او د هر قشر استازیتوب کوي.

ورته مهال عبدالله عبدالله بیا له مذاکراتي ټیم غوښتي، چې د مذاکراتو په مېز باندې له ملي ارزښتونو، جمهوریت، د ښځو له حقونو، د بیان له ازادۍ او له امنیتي بنسټونو دفاع وکړي او پر هغه نقشه باندې وړاندې ولاړ شي چې مشورتي لویې جرګې ورته جوړه کړې.

غني او عبدالله داسې مهال د مذاکراتي ټيم له غړو سره ګوري، چې تمه ده په نږدې راتلونکې د کابل مذاکراتي ټيم د بین الافغاني مذاکراتو د پیلېدو په موخه دوحې ته روان شي.

که څه هم د بین الافغاني مذاکراتو د پيلېدو کره نېټه لا څرګنده نه ده؛ خو د مصالحې عالي شورا ویاند «فریدون خوځون» وايي، مذاکراتي پلاوی ښایي سبا ورځ «پنجشنبه» قطر ته روان شي.

تر دې وړاندې یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي وو چې د حکومت د مذاکراتي ټیم تخنیکي پلاوی دوحې ته رسېدلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
دوکتور غروال

د پخوانی آي اس ای مشر پنجابی پښتون دورانی خبری دا پورتال نه نشر کوی اما دده خائينی خبری په تاند پورتال کښی نشر دی !!!! لکه په کراتو تکرار سره ویل شویدی چی د امریکا چټل رفتار او کردار په واسطه پنجابی پاکستان ته پلانیز جرأت د افغانستان مستقیمآ نفوذ لاندی راوستلو لپاره اوس علنی بی شرمانه د خپلو تربیه شوو غلامانو حاکمیت تر لاسه کولو تبلیغ باندی شروع وکړه او دا د امریکا په هدایت سره دی ، افغانان د انګلیس د پښتنو شیطان تقسیم او مصنوعی سرحد رامینځ ته کول نه منی اما د همداسی پنجابی غلام… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx