افغانستان

د امریکا سفارت: په افغانستان کې د غیر قانوني ملیشو ملاتړ نه کوو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲ وږي، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې د کابل حکومت لخوا د هېواد پلازمینې کابل په ګډون یو شمېر ولایاتو کې د ناقانونه ملیشه یې ګروپونو د فعالولو راپورونه ورکړل شول، تازه په کابل کې د امریکا سفارت ویلي چې دوی په افغانستان کې د غیر قانوني مسلحو ګروپونو د جوړولو ملاتړ نه کوي.

په کابل کې د امریکا سفارت مرستیالې او شازدافیرې میرمن کرن ډیکر له پژواک خبري آژانس سره د ځانګړې په مرکې په ترڅ کې داسې ویلي: «دا څرګنده ده چې امريکا د هيڅ غير قانوني وسله والو ډلو د وسله وال کېدو ملاتړ نه کوي .»

نوموړې زیاته کړې، امریکا په افغانستان کې یوازې هغو عسکرو سره مرستې کوي چې د امریکا او نړیوالې ټولنې ګټو لپاره قرباني ورکوي او په خبره یې د افغانستان خلک هم باید په داسې عسکرو ویاړ وکړي، چې په یوازې ځان افغانستان کې جګړه کولای شي.

داچې دغه موضوع نظامي اړخ لري، ځکه د امریکا مرستیالې سفیرې په دې تړاو له زیاتو معلوماتو ورکولو ډډه وکړه او وه یې چې د امریکايي نظامیان به په دې هکله نور توضیحات ورکړي.

په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د پاتې کېدو په اړوند هغې یوځل بیا ټینګار وکړ، چې هیڅوک نه غواړي امریکايي عسکر د تل لپاره په افغانستان کې پاتې شي، بلکې افغانانو ته په کار ده چې نور د خپل هېواد امنیت په خپله ټینګ کړي.

په کابل کې د امریکا لوړ پوړې دیپلوماته په داسې مهال په افغانستان کې د نامسئولو وسله والو ګروپونو څخه د ملاتړ نه کولو خبره کوي، چې په دې وروستیو کې د کابل حکومت پلازمینه کابل او یو شمېر ولایاتو کې د هندوستان او ځینې نورو بهرنیو هېوادونو په مرسته په مختلفو نومونو غیر قانوني مسلح ګروپونه ایجاد کړي دي.

په کابل ښار کې د امنیتي میثاق په نوم په عامو خلکو د وسلو د ویش پروګرام په تړاو جوړو شوو مراسمو کې د اشرف غني ویاند صدیق صدیقي وویل، چې دغه پروګرام د امنیت د ټینګښت او له جرمونو سره د اغیزمنې مبارزې په موخه جوړ شوی او د خلکو د بسیج کولو له لارې د تطبیق په حال کې دی.

له بل پلوه د چارو شنونکي بیا د مختلفو پلمو له لارې په خلکو د وسلو ویشل خطرناک او له هېواد سره یې ملي خیانت ګڼي.

متقاعد جنرال عبدالواحد طاقت وایي::« امنیتي میثاق د امنیت د ټینګښت لپاره نتیجه نه ورکوي، دا توطیه ده، قومي جګړو ته لمن وهل دي، دا کار اګاهانه دی، د یوه توکم مسلح کول دي د نور توکمونو پر وړاندې.»

 د پوځي چارو پوه هلال الدین هلال وایي چې د امنیتی میثاق میکانیزم لا روښانه نه دی، خو پر خلکو د وسلو وېشلو او ملېشو جوړولو تجربې ناکامې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

امریکا به دا درک کړی وی چی د افغانستان راتلونکی نظام اسلامی دی ، امریکا په افغانستان کی د نورو ملیشو مرسته نه کوی او امریکا نه غواړی چی نور د طالبانو سره دښمنی وکړی ډیره هڅه یی وکړه چی طالبان مات کړی خو خپله مات سول ، اوس غواړی چی ښه تعلقات ور سره ولری او همدا د امریکا په ګټه هم ده .
امریکا ته ښایی چی د حسن نیت لپاره خپل غلامان نور هم منزوی او شرمنده کړی او څومره چی ژر چی کیږی خپلی مرستی پر بندی کړی .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x