روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان؛ اروپایان کولی شي د کرونا سره مل ژوند وکړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲ وږي، ۱۳۹۹ل): د روغتیا نړیوال سازمان وایي شونې ده اروپایان د کرونا ویروس سره مل ژوند وکړي، په داسې حال کې چې په دغه هېوادونو کې د کرونا دویمې څپې مخنیوی ناشونې دی.

د روغتیا نړیوال سازمان د اروپایې برخې مشر «هانز کلوج» وایي، اروپایان کولی شي د ځایي تالاشیو او پلټنو اداره کولو سره د کرونا مخنیوي واکسینو پرته له دغه ویروس سره ژوند وکړي.

هانز کلوج ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا په راتلونکو میاشتو کې تر څو د کرونا دویمې څپې مخنیوی وکړي د عمده بندیزونو تمه لري وویل، «نه».

اروپایي کمیسون د کرونا مخنیوي واکسینو په هغه نړیواله برنامه کې د روغتیا نړیوال سازمان لخوا د تضمینونو په برخه کې د ۴۰۰ ملیونه یورو په واسطه چې بېوزلو هېوادونو ته د هغې لاسرسی اسانه شي برخه اخیستې ده.

د اګست په ۱۸مه نېټه د روغتیا نړیوال سازمان د ۱۹۴ هېوادونو غړو ته لیک واستاوه، له هغوی څخه یې وغوښتل چې د اګست تر ۳۱مې پورې د نړیوال واکسین فابریکه کې ګډون وکړي.

ددې برنامې هدف د لابراتوارونو هڅول دي چې په کافي اندازې د واکسینو تولید وکړي او پرمختللو هېوادونو کې ددوی شتون ډاډمن کړي.

د ځينو راپورونو له مخې د روغتیا نړیوال سازمان ویره لري په اروپایي هېوادونو کې د کرونا ویروس دویمه څپه خپریدونکې ده، چې په اړه یې چمتو والی نیول کیږي. په اروپا کې تر دې مهاله د کرونا ویروس څه کم ۴ ملیونه مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x