نظــر

په افغان ولس د امریکا یرغل

كفر هميش د اسلامي امت د ځپلو او د اسلامي امت د داخلي او خارجي ځواک د را پرځولو په هڅه کې خپل ټول وسائل او اسباب په کار اچولي ، او په دی لاره کې یې له خپل ټول زور او توان څخه استفاده کړی ، په مختلفو اشکالو یې د اسلام د مقدس دین د جرړو راویستلو لپاره خپل شوم اهداف پلي کړي دي ، دا خو ښکاره خبره ده چې د یو څه وخت لپاره او په ابتدا کې دوی په خپلو دې شومو اهدافو کې کامیاب تر سترګو شوي دي ، مګر دا کامیابي نه بلکې د الله تعالی هغه مهلت دی چې دوی ته یې د امتحان په توګه ورکړی وو ، همیش دوی په پاې کې د ناکامۍ ، رسوایې او شرمنده ګې سره مخ شوي دي ، الله تعالی یې په خپل قدرت سره ټولې دسیسې شنډې کړي دي ، ځکه الله تعالی خیر الماکرین ذات دی .
د افغان مجاهد ولس ټول تاریخ د اسلام او کفر د جګرو په ډګر کې شاهدي ویلې ،  دې مجاهد ولس همیشه د خپل دین نګهباني کړې ، او د اسلام د مبارک دین په اصولو او احکامو یې د پوره او کلک ایمان له امله همیش د کفر مخه ځانته را اړولی ، ځکه چې استعماري قوتونه همیش د هغه مسلمان مقابلې ته راوځې کوم چې د وسلې په زور راغلی اسلام په حقیقي مانا پیژني ، هغه مسلمان چې په جهاد او د اسلامي شریعت تر چتر لاندي زندګې باندې کامله عقیده لري ، او غواړي د یو حاکم او غالب دین د سیوري لاندې خپل ژوند تیر کړي ، همدا وجه ده چې په هر دور او هره زمانه کې کفر د افغانستان چې د اسلام یوه محکمه کلا ده د رانړولو لپاره په مختلفو وختونو کې عسکري یرغلونه کړي دي ، او ددې تیریو له جملې یو هم هغه امریکایې وحشیانه حمله ده چې له نن څخه ۱۳ کاله وړاندې د امریکا وحشي او ظالمو قوتونو په افغان مظلوم خو مجاهد پال ولس راوړه او لاتر اوسه په ډیر شدت سره دوام لري .
دا یرغل د پخوانیو نورو یرغلونو په څیر نه وو ، پخوا کفري ځواکونو (انګریزان او روسان) په عام ډول په ټول ملت شامله حمله وکړه ، او ټول ولس یې د ځان دښمن وګڼلو ، له همدې امله هر وار د سختو شکستونو سره مخ شول ، خو دا ځل اروپایانو او غربي کفارو د خپلو نیکونو تیرې ترخې تجربې راواخیستې ، هغه یې ترمیم کړې ، او ویې ویل راځې دا ځل خپلې زړې ناکامې تجربې تکرار نکړو ، همدا وو چې دا ځل د امریکایانو او کفري لښکرو راتګ افغانستان ته د دوې د نیکونو له راتګ سره ډیر توپیر درلود ، دا ځل دوې د آبادې او امن ساتنې په پلمه د افغانستان غرونو او درو ته ځانونه راورسول خو د هلیکوپترو او ټانګونو سره نه د تراکتورونو او بلدوزرو سره ،افغان ولس یې په دوو برخو وویشلو ، یوه برخه یې له ځانه سره د څو ډالرو په قیمت یوځاې کړه ،  په هغه چا یې د بنسټګر او تندلارې نومونه کیښودل چا چې د امریکایانو دا راتګ یرغل بللو ، او ددې په خلاف یې مبارزه د ځان او هر مسلمان افغان فریضه ګڼله ، خپل ټول وسایل یې د افغان ځوان نسل د بې لارې کولو لپاره په کار واچول ، په افغان ولس او په تیره بیا په ځوانانو یې یوه فکرې جګړه پیل کړه ، مختلف تلویزونونه او رادیوګانې یې ددې شوم هدف د پلې کولو په موخه وګمارلې ، بعضې پلورل شوې څیرې یې د مجاهد او عالم په توګه ددې تلویزونونو په ښیښو راښکاره کړې ترڅو خلکو ته وښایي چې افغانستان اوس یو ازاد او اسلامي هیواد دې، او دا طالبان او مجاهدین ددې ملک امن او سوله له منځه وړي ، په هره راډیو کې د څو دقیقو لپاره د قرآن تلاوت نشرول او د هر تلویزیون په ښیښه د یو څو پلورل شوو پخوانیو جهادي او علمي څیرو راښکارول یې د هغو زهرجنو تبلیغاتو او ناروا کارونو او نشریاتو لپاره یو شرعې نقاب وګرځولو چې د همدې راډیو ګانو او تلویزنونو له لارې د افغان ولس د ځوان نسل د بې لارې کولو په موخه نشریدل ، افغان هغه مجاهد پال ولس یې په هندې او غربي ډرامو بوخت او آموخته کړ چې همیش یې د ټوپک د شپېلې سره لوبې کړې وې ، هغه ولس یې په ناروا لارو سر کړ چې همیش یې د الله ددېن ساتنه کړې وه ، هغه بهادر ولس یې له غیرت او ایمانه خلاص کړ چې نیکونو یې انګریزان او سره روسان شړلي وو ، د افغان ځوان نسل له اذهانو یې د مقاومت او مبارزې فکرونه وویستل  او پر ځاې یې د لهو لعب ، موسیقې او دا سې نورو بې ځایه کارونو پوچ سوچونه ور ننویستل چې بیا د مقاومت او مبارزې تاب رانه وړي .
د یرغل په اولنیو ورځو شپو کې او د مجاهدینو او طالبانو د تکتیکي شاته تګ له امله دوې په لومړي سر کې یو څه ظاهري کامیابي او بریا ترلاسه کړه ، یو څو پوچ سري یې له ځانه سره یوځاې کړل ، او د فتحې او د طالبانو د له منځه وړلو اعلانونه او خوښې یې پیل کړې ، ډیر کوششونه یې وکړل چې د افغان مجاهد ولس او مجاهدینو تر منځ واټن راولي او ددوې ترمنځ فاصله زیاته کړی ، مګر الله تعالی هغه څه غوښتل چې ددې په تصور کې نه وو ، بالآخره نو یې د شاهیکوټ زمري پرې د ابابیلو په څیر رانازل کړل چې ددوې لښکرې یې تس نس کړې ، ددوې نیول شوي پلانونه ، تصمیمونه یې له پلې کیدو دمخې له مینځه یوړل ، د تکبیر په ملکوتي نعرو یې د هغوې دسیسې شنډې کړې ، مجاهد ولس بیا خپل مجاهد بچي په غیږ کې واخیستل ، او د کفري لښکرو په خلاف جهادي ډګرونه بیا ګرم شول ، ځوانانو د ټوپک او سنګر لورې ته مخه کړه ، د ایوب او ملالۍ نوسي بیا میدان ته راووتل ، د امریکایانو او غربیانو هغه څو کلن پلانونه ټول له رسوایې او ناکامې سره مخ شول چې دوې یې په پلې کولو خپلې ډیرې ډالرې لګولې وې ، او خپل عسکر یې پرې قرباني کړي وو ، لله الحمد هغه ولس چې دوې یې د بې لارې کولو او راخپلولو ډیرې هڅې وکړې نن ورځ د خپلو مجاهدو بچو ترڅنګ ولاړ دې ، هغه افغان ځوانان چې دوې په لومړي سر کې د ډالرو په مټ په خپلو لیکو کې له ځانه سره ودرول نن ورځ د همدوې لپاره وبال ګرځیدلي دي ، هره ورځ اورو چې د ملي اردو او پولیسو په لیکو کې د ابدالي او میرویس حقیقي او بااحساسه بچیان د خپلو تورو څوکې د امریکایې او غربي ښکیلاګرو په سینو کې ښخې کړي دي ، د جهاد ، مقاومت او پاڅون غږونه هرې لورې ته اوریدل کیږي ، غربیان نور د ناکامې په درشل ولاړ دي ، پلانونه او دسیسې یې شنډې شوي دي ، او ټولې قربانې او زحمتونه یې له خاورو سره خاورې شوي دي ، دوې غوښتل چې د الله تعالی نور او ډیوه مړه کړي مګر نه پوهیدل چې الله به خپل دین غالبوي ولو که د کافروانو زړونه وچوي .
يريدون أن يطفئوا نور الله بأفواههم ويأبى الله إلا أن يتم نوره ولو كره الكافرون . آیت
لیکوال : أنس شيرزاد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حمدالله صابر

أنس شيرزاد صیب ! په ګوتو او عمر دی برکت شه
ان شا الله هغه وخت را غلي چی یر غلګر په ګونډو دی او د غلامانو او منافقانو زړونه به بیا ترک وه چوي او یو ځل به بیا میړني افغانان د ننګ او غیرت د تاریخ ګټندویي شي
دا د ځوانانو د وینو برکت دي چي صلیبي ښکیلاک په ګونډو ده
قربان د اسلامی امارت له اتلو قهرمانو زړورو مجاهدینو

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x