افغانستانسولې اړوند خبرونه

د کابل مذاکراتي ټیم سبا دوحې ته روانېږي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۲ وږي، ۱۳۹۹ل): د کابل مذاکراتي ټيم د بین الافغاني مذاکراتو د پيلېدو په هدف سبا له کابل څخه د قطر پلازمېنې دوحې ته روانېږي.

ملي تلویزون پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې مذاکراتي ټيم سبا له کابل څخه دوحې ته ځي چې د خبرو اصلي موضوع به یې د مشورتي لویې جرګې پريکړه لیک وي.

ورته مهال یوې دولتي سرچینې هم «پژواک خبري اژانس» ته تایید کړې، چې مذاکراتي ټيم بشپړ چمتووالی لري او سبا به له کابل څخه د قطر په لور وخوځېږي.

که څه هم تر دې دمه طالبانو او حکومت د بین الافغاني مذاکراتو د پيلېدو دقیقه نېټه څرګنده کړې نه ده؛ خو طالبانو تر دې وړاندې په بیا، بیا ټینګار کړی وو که پاتې طالب زندانیان خلاص شي، دوی تیار دي د یوې اوونۍ دننه له افغان جهتونو سره مذاکراتو ته کښېني.

د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو ته هیلې داسې مهال دي، چې حکومت له اوږده ځنډ وروسته بالاخره درې ورځې وړاندې د پاتې طالب بندیانو د خلاصون لړۍ پیل کړه چې تمه ده نن ورځ په بشپړ ډول پای ته ورسېږي.

د مصالحې عالي شورا ویاند «فریدون خوځون» ازادي راډیو ته ویلي، چې د بندیانو د تبادلې لړۍ به ډېر ژر بشپړه او سمدستي به بین الافغاني مذاکرات پیل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

بالاخره به د کابل له ټیم سره د طالبانو خبری پیل شی هغه څه چی استکبار او د پاکستان غوښتنه وه. ګرچه طالبانو ډیری چیغی ووهلی چی له حکومت سره به هیڅکله همم خبری ونکړی خو هغه څه چی امریکا او پاکستان غواړی هغه به خامخا کیږی. دا ځکه چی هم حکومت او هم طالب امریکی او پاکستان ته سر ټیټی دي.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx