افغانستان

هلمند کې  د کښتۍ ډوبېدو له امله ۸ تنه مړه شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲ وږي، ۱۳۹۹ل): سیمه ییز چارواکي وايي، د هلمند ولایت په سیند کې د کښتۍ ډوبېدو له کبله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸ تنه مړه شوي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک نن د چهارشنبې په ورځ(۱۲ وږي) پژواک خبري آژانس ته ویلي، چې دا پېښه نن سهار د دې لایت کجکي ولسوالۍ په ذان سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې یوه کښتۍ په اوبو کې ډوبه شوه.

نوموړی زیاتوي، په دغه پېښه کې د دوه ښځو، درې ماشومانو او درې نارینه وو په ګډون اته تنه مړه شوي دي.

له بل پلوه د سیمې یو اوسېدونکي بیا پژواک ته ویلي، چې په دغه پېښه کې ۶ تنه مړه شوي دي.

هغه زياته کړه: «اته کسان، يو موټر او درې موټر سايکلونه يې په کښتۍ کې بار کړي و، غوښتل يې له سيند نه پورې و وځي، خو کښتۍ يې په اوبو کې ډوبه شوې ده.»

د ځايي اوسېدونکي په خبره چې په دې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶ تنه مړه شوي او دوه تنه نور ژوندي راوتلي دي.

په هلمند ولایت کې پر یو شمېر محلي سیندونو د پلونو د نشتوالي له کبله خلک د کښتیو له لارې د سیند یوې غاړې څخه بلې ته په کښتۍ کې اوړوي؛ خو د غیر معیاري کښتیو او نابلدتیا له کبله کله ناکله دا کښتۍ ډوبیږي او خلکو ته مرګ ژوبله هم په کې اوړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

خدای پاک دی دا غرق سوی زموږ مؤمن وطنداران غرقِ رحمت وګرځوی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx