افغانستان

د حکومت له بنده خلاصېدونکي شپږ طالب بندیان دوحې ته بلل شوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۲ وږي، ۱۳۹۹ل): د  طالبانو د څلور سوه هغو زندانیانو له ډلې چې حکومت او یو شمېر بهرنیو هیوادونو يې په دې وروستیو کې له خلاصون سره توند مخالفت کاوه؛ شپږ تنه یې قطر ته بلل شوي

په همدې تړاو یوې باخبره غربي سرچینې «نن ټکی اسیا» ته وویل چې یاد شپږ تنه بندیان به د بین الافغاني مذاکراتو تر پیلېدو وړاندې دوحې ته ځي او هلته به د میلمنو په حیث هستوګن کېږي.

ویل کېږي، دغه شپږ بندیان د هغو کسانو له ډلې دي چې د بهرنیو ځواکونو په وژلو تورن وو او حکومت او ځیني بهرنیو هیوادونو یې له خلاصون سره جدي مخالفت درلود.

ورته مهال د طالبانو د فرهنګي کمېسیون مرستیال «احمدالله وثیق» هم بیا قطر ته د لېږدېدونکو بندیانو شمېر اووه تنه یادوی او په همدې اړه یې پر ټویټر لیکلي « هغه ۷ تنه زندانيان چي په خپل دین یې غیرت وکړ.د غیرتي او قادر ذات په مرسته به په ډیر عزت او د ځانګړي پروتوکول لمخې ازاد شي او د یولړ خاصو مراسمو په ترځ کې به قطر کې د اسلامي امارت دفتر ته وسپارل ښي.»

https://twitter.com/AhmadullahWasiq/status/1301188338712535044?s=20

 

یاده دې وي، چې حکومت له څو میاشتې پرلپسې مخالفت وروسته بلاخره درې ورځې وړاندې له پنځه زره کسیز لست څخه د پاتې څلورسوه طالب بندیانو د خلاصون لړۍ پیل کړه، چې ویل کېږي نن به پای ته ورسېږي او پورته یاد شوي شپږ تنه به وروسته د طالبانو د دفتر په لوري ولېږل شي.

ورته مهال د طالب بندیانو د خلاصون د پروسې له بیا ځلې پیلېدو سره بین الافغاني مذاکراتو ته هم هیلې زیاتې شوې او تمه ده د کابل مذاکراتي پلاوی سبا د قطر په لوري ولاړ شي.

تر دې دمه که څه هم د بین الافغاني مذاکراتو د پيلېدو کره نېټه نه ده ټاکل شوې؛ خو طالبانو تر دې وړاندې په بیا، بیا ټینګار کړی وو چې دوی د خپلو پنځه زره بندیانو تر خلاصون وروسته تیار دي د یوې اوونۍ دننه له افغان جهتونو  سره مذاکراتو ته کښېني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

ZA DA ASIA PA ZRAH KI KHOAZEDALLY MUSLMAN YAMMA
MA RAZAH MARGIA ZA DAR ZAMMAH DARAWAN YAMMA

MAWLAWI MOHAMMAD YOUNUS KHALIS

These Taliban did not think that they would be free one day. Their mission was SHAHADAT

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx