افغانستان

ننګرهار کې دولتي الوتکو په کمانډو عسکرو درنه بمباري کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲ وږي، ۱۳۹۹ل): د ننګرهار ولایت په شیرزادو ولسوالۍ کې پر کمانډو عسکرو د دولتي الوتکو لخوا د درنې بمبارۍ او ګڼو عسکرو ته د مرګ ژوبلې خبر ورکړل شوی دی.

سیمه ییزې سرچینې او طالبان  وايي، دولتي الوتکو نن د چهارشنبې په ورځ غرمه د شیرزادو ولسوالۍ په کدیخیلو سیمه کې پر هغو کمانډو عسکرو درنه بمباري کړې، چې د طالبانو پرضد عملیاتو لپاره هلته له څو ورځو راهیسې تللي دي.

د سرچینې په خبره د بمبارۍ په ترڅ کې ۲۴ تنه کمانډو عسکر او اربکیان وژل شوي دي.

د ننګرهار ولایتي چارواکو او دفاع وزارت تراوسه په دې هکله غبرګون ښودلی نه دی او نه یې په دغه پېښه کې د وژل شوو دولتي عسکرو د شمېر او هویت په اړه رسنیو ته معلومات ورکړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

MASHALLAH, What a pilot! Did he do it deliberately or by mistake?

جمیل

ارګ بمبار کړی !

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx