شعـــــرونه

د عبرت خبرې/ عبدالغفار سربڼ

عبدالغفار سربڼ

وطنوالو زمونږ سيمه كې جگړه ده
د نادارو په كورونو بيا حمله ده

ځان مو ساتئ  په دنيا كې له بد كارو
ای يارانو په نيكيو كې پرده ده

د رحمت چينه هماغسې بهيږي
نيك عمل مو د فيضونو سر چينه ده

د پتمنو دنياګۍ ده ما ليدلې
بختوره له هر شي نه حوصله ده

كه مې ساتې اي څښتنه كه مې وژنې
په ناخوالو كې تَيَاره مې سجده ده

ای زما د سترگو توره پام به نيسي
د ذلت ژوره لاره لا كږه ده

د رنځونو په درياب كې كه لږ ځير شې
بیا به پوه شې ای مو منه چې فتنه ده

هله  غوږ دی کا ازاده له ازاره
د مرغانو په سندرو کې نغمه ده

ای غليمه اوس له غم سره جرگه شه
خوشالي هم د ژوندون بَلَه بيلگه ده

بدن سور شو د پرهارو په يرغل كې
ځکه  سا مي فقط مينې نه توده ده

دلته بار د ملامت نه پاتې كيږي
چه يې وينه په سينه كې لا سړه ده

تور لوگی زما له سر نه پورته كيږي
اور د غم مې په سينه باندې لمبه ده

چا ويل چې دغه شاړه نه جوړیږې
ځان دې باسه په دې كلي كې جگړه ده

له حسرت سره يو ځای راشي خنداهم
په مسكا كې پټو هيلو ته پلمه ده

مخ يې تور شه څوك چې  مونږ وهي په تيږو
ای باتورو له ناولو څه شكوه ده

د بدمرغو ماڼو گانو چې بيړۍ وې
هلته گوره  په ساحل كې سر چپه ده

جنگيالي د زمانې به څه ډاريږي
چې په ملا  يې تيره توره د حمزه ده

نارينه كله چغيږي په ميدان كي
بده ژبه بدي شځي ته وسله ده

نه را گرځم بيرته بيا له دي سفرنه
بياتر كله غم زما كره ميلمه ده

هيله ستره په دنيا كي نه جاييږي
كله هيله له عسلو هم خوږه ده

گل له گل سره اخته وي خار نه ليري
نن چمن كي د ازغیو  څه نخره ده

مسافر په مخ روان دي نه ودریږی
توري خاوري پټو  سترگو ته سرمه ده

تور او سپين نه معلوميږی له درواغو
همايونه دا قصه دي ښه اوږده ده

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx