افغانستان

د ټاکنو کمیسیون پخوانی مشر امریکا کې د غلا په جرم محاکمه شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۳ وږي، ۱۳۹۹ل): د ټاکنو د کمیسیون پخوانی مشر یوسف نورستان په امریکا کې د عامه پیسو د غلا په جرم محاکمه شوی دی.

په افغانستان کې د امریکا متحدو ایالتونو د بیا رغاونې د څار بنسټ(سیګار) په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې یوې امریکايي محکمې د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون پخوانی مشر احمد یوسف نورستاني د عامه پیسو د غلا په جرم محاکمه کړی او نوموړي په خپل جرم اعتراف هم کړی کړی.

د امریکايي محکمې د حکم له مخې یوسف نورستاني به امریکا کې درې کاله تعزیري بند تیروي او ۶ میاشتې به خپل کور کې نظر بند وي.

د ۱۳۹۳ کال جنجالي تاکنو پرمهال د ټاکنو کمیسیون مشر یوسف نورستاني په داسې مهال امریکا کې د عامه پیسو د غلا په تور محاکمه او مجازات کیږي، چې دوه ورځې وړاندې یوې سویډنۍ ورځپاڼې د کابل حکومت د چارو د ادارې مشر محمود فضلي په اړه هم داسې راپورونه خپاره کړل، چې نوموړي په سویډن کې له عامه پیسو څخه غلا کړې وه؛ خو په کابل کې د سویډن سفارت چارواکو د موضوع د حساسیت له کبله په دې تړاو له زیاتو معلوماتو ورکولو ډډه کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

خو سړی خو اوس په کابل کی ګرځی دا څه رقم محاکمه ده؟

Adam Khan

TOOTI SAIB SALLAM

He worked very hard for the mission of the US in Afghanistan. He was the one listening to the US to select a leader for Afghans.

He would be forgiven not penalized.

Adam Khan

How much did he steal from Kabul during his management of election.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x