افغانستان

اشرف غني په یو ناڅاپي سفر پروان ولایت ته تللی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۳ وږي، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت مشر اشرف غني نن سهار په یو ناڅاپي سفر پروان ولایت ته تللی دی.

د اشرف غني ویاند صدیق صدیقي د وږي په ۱۳مه رسنیو ته ویلي، چې ښاغلی غني او ورسره مل پلاوی په پروان ولایت کې د وروستیو سیلابونو له امله ځپل شوو خلکو  سره غمرازۍ او لیدنې په موخه ددې ولایت مرکز چاریکارو ته رسېدلی دی.

د تیرې چهارشنبې په شپه زیاتو اورښتونو او شدیدو سیلابونو د پروان ولایت مرکز چاریکار او شاوخوا سیمې سختې وځپلې، چې له امله یې لسګونه کسان مړه او ژوبل شوي او ګڼ نور بې کوره شوې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx