الجزایري فټبال لوبډلې خپل «انعام» د غزې مسلمانانو په نوم کړ

نن ټکی آسیا: الجزایر فټبال لوبډلې اعلان کړی چې دوی خپل انعام چې د فټبال نړیوال جام کې يې ترلاسه کړی په غزه کې کلابندو فلسطیني مسلمانانو ته ورکوي.

د فټبال په نړیوال جام کې د روس سره په سیالۍ کې ګول کوونکي اسلام سلیماني ویلي چې تر موږ زیات ددغو پیسو حقدار کلابند فلسطینیان دي.

الجزایر یواځېنی عربي هېواد دی چې د برازیل په  نړیوال جام کې لوبیږي او په لومړي ځل د ناک اوټ پړاو  ته رسیږي.  د ناک اوټ په مرحله کې الجزایر لوبډلې د جرمني سره تر سختې مسابقې وروسته سیالي په ۲-۱ ګولونو وبایلله.

راپورونه کاږي چې په دغه سیالۍ کې د الجزایر زیات شمېر لوبغاړي روژه وه. که څه هم یو شمېر کسان وايي چې د الجزایر د ماتې سبب روژه وه، خو لوبغاړي دا په کلکه ردوي او وايي چې روژې په دوی هیڅ اثر نه دی کړی.

یاده دې وي چې الجزایري ستوري اسلام سلیماني د عربي اماراتو مشهورې ډمې «احلام» له لوري اعلان شوی انعام رد کړ.

نوموړي د احلام نومې ډمې په ځواب کې ویلي چې «موږ ستاسو مالونو ته اړتیا نه لرو، د غزې کلابند فلسطیني مسلمانان يې تر موږ ډير حقدار دي.»

احلام نومې «ډمې» تېره ورځ اعلان کړی و چې نوموړې به هر الجزایري لوبغاړي ته ۱۰زره ډالر انعام ورکړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د