افغانستان

ننګرهار کې د ماین چادونې درې ملکي وګړي وژلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۳ وږي، ۱۳۹۹ل): د ننګرهار ولایت په «پچیراګام» ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې څلور ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې.

د ننګرهار د والي ویاند «عطاءالله خوګیاڼی» وایي، نن سهار شپږ بجې شاوخوا د پچیراګام ولسوالۍ اړوند «درګه» نومي سیمه کې د ولسي وګړو یو ډاډسن موټر د سړک  غاړې ماین ته برابر شوی، چې له امله یې څلور تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د خوګیاڼي په خبره، په چاودنه کې یو پلار له خپل ۱۹ کلن زوی او یو بل تن سره یو ځای وژل شوی او یو بل ولسي وګړی ټپي دی.

خوګیاڼی که څه هم د برید پړه پر طالبانو اچوي؛ خو طالبانو لا تر دې دمه د پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.

یاده دې وي، چې په دې وروستیو کې د سړک غاړې ماین چاودنو کې ملکي تلفاتو ته د اوښتونکو تلفاتو کچه په بې ساري ډول لوړه شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x