افغانستان

د ولسي جرګې له مخالفت سره، سره د «ملي دسترخوان» پروګرام د عملي کېدو پروسه روانه ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۳ وږي، ۱۳۹۹ل): د ولسي جرګې غړي وایي، د ملي دسترخوان پروګرام چې دوه ځلې د یادې جرګې له لوري رد شوی هم دی؛ غیر قانوني او پراخ فساد پکې شونی دی.

ملي دسترخوان چې د اشرف غني له لوري څو میاشتې وړاندې وړاندیز شوی وو، د نړیوال بانک له لوري تمویلېږي او لګښت یې ۲۸۰ میلیونه ډالر اټکل شوی.

ارګ وایي، ددې پروګرام په عملي کېدو  سره به ۲.۵ میلیونه هغو کورنیو ته بشري مرستې ورسېږي چې تر دې وړاندې د ښاري تړون په پروګرام کې شاملې نه وې.

ورته مهال د ولسي جرګې له لوري یاد پروګرام دوه ځلې رد شو او حکومت تورن شو چې د پیسو د «چور» په هدف یې دې کار ته ملا تړلې.

د ولسي جرګې ادري هیئت مالیې وزارت ته په یوه مکتوب کې هدایت کړی، چې د ملي دسترخوان په تړاو له خپلو غیرقانوني کړنو څخه لاس واخلي.

د ولسي جرګې دوهم مرستیال «عباس ابراهیم زاده» وایي «نه غواړو چې د افغانستان خلګ په یوه واړه پروګرام چې ۸۰ سلنه پیسې يې اختلاس او ۲۰ یې ولس ته رسېږي؛ بوخت وساتو.»

بل لور ته د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، د ملي دسترخوان پروګرام د عملي کېدو کار په نورمال ډول روان دی او راپور به یې پارلمان ته هم ورکړل شي.

د ماليې وزارت ویاند «شمروز خان مسجدي» هم د ملي دسترخوان پروګرام د عملي کېدو پروسه روانه بولي او وایي «د ملي دسترخوان پروګرام په نورمال ډول عملي کېږي، موږ مکلف یو د ۷ ورځو دننه پارلمان ته په همدې تړاو معلومات ورکړو، درې ورځې کېږي چې دا پروګرام د ولسمشر له لوري لاسلیک شوی نو څلور ورځې وروسته به پارلمان له ټولو تغیراتو اګاه کړو.»

یاده دې وي، چې تر دې وړاندې هم له ولس سره د مرستې په نامه د وچې ډوډۍ د وېش پروګرام پیل شو؛ چې د پراخ فساد راپورونه پکې ورکړل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx