لیکنېنظــر

پرته له پرديو كولاي شو ثبات ته ورسیږو

عبدالغفار سربن

اجماع . پيوستون. Konsensus.

دا بحث له دي سوال نه شروع كيږي چي ,څه وقت ثبات دلته زمونږ په هیواد کی مات شو او نظام او اداره ړنګه شوه ؟
داسی وقت وو چی دولتی حاکمیت یو سپاهی په یوه سوټی په داسی حال کی چی نیمی عسکری جامی یی شړیدلی وی په ډیره لیری سیمو کی له شغنانه تر نورستانه بیا له تورخم نه تر هراته په اسانی او بی له بغاوته تر سره کوله. هم به یی د قاضی امر اجرا کاوه او هم به یی مالیه ټولوله او هم به یی بندی پلی دمخه کړی وو او له کلی به یی علاقه داری یا ولسوالی ته روان کړی وو او چا به دا جرات نه درلود چی د هغه مخه ونیسی او حکم یا امر یی مات کړی.
خو دا نظم پنځه څلویښت کاله مخ کی داسی مات شو چی کرار کرار دقانون او حاکم او سپاهی صلاحیت د جت طیارو او بمبار او اسکاد توغندیو او ستنګر هوایی ضد توغندیو او د سل هاو زرو عسکرو په زور هم نه ټینګیده . د چا چی ټوپک په لاس کی وو بس په خپله ساحه کی هم حاکم وو هم قاضی وو هم ملا وو هم باچا او هم د سیمی خاوند وو .دا ځکه چی قانون په مرکز کی مات شو. یوی یاغی او باغی ډلی پرته له قاضی او محکمی د هیواد مشر دکورنی له ټولو غړو سره په یوه صف کی ووژل . او بیا کله چی خلک را وپاریدل ددوی په خلاف یی جهاد پیل کړ نو خود به دولتی حاکمیت او ټولی چاری د طاقتورو تر مینځ ویشل کیدلی . ورو سته بیاچی بهرنی روسی یرغلګر راغلل قانونیت او یاغیګری او د حاکمیت ویش لا ستونزمن شه او نظم د خود سری ژوری کندی ته ولوید. د حاکمیت او حکم خصلت او قاطعیت هالته اجرایی او تطبیقی اثر لرلی شی چی له ویش اوتقسیم نه ازاد وی تقسیم نه کیدونکی وی خو کله چی تقسیمیږې هغه باید د قانون په چوکاټ کی د صلاحیت په ډول او نه دا چی مستقل او خودسر وی . نو حاکمیت په دی هیواد کی داسی وویشل شو چی په یوه اسلامی هیواد کی هر حاکم ځانته پخپل سر او خپل قانون چلولو .کله چی یرغلګر ووتل نو بیا امید پیدا شه چی هیواد کی به اسلامی واحد پرته له ویش نه یو نظام راشی خو هماغسی چی څرګنده ده تر څو چی طالبانو قیام ونه کړ دا هیله ناشونی پاتی شوه . اول ځل قوی او واحد نظام د چپی کودتا نه وروسته د امارت اسلامی په نامه د طالبانو له خوا جوړ شو دا اداره حقیقتا د یو عامل او موثر نظام په راوستلو بریالی شوه چی یو طالب په یواځی ځان د قانون د اجرا او تنفیض قوت او صلاحیت درلود .په اسانی د یوی پرزی او خط په لیکلو د خلکو او د اداری چاری پر مخ بیول کیدی بی له دی چی ځنډ او خنډ په چارو کی راشی

حکیم او عالم خلکو وایی چی عدل څرنګه پیژندل کیږې او د هغه نخښه او نشانه څه شې دی بیا پخپله ځواب وایی چی عدل هالته راځی چی نظم او امن حاکم شې یعنی که د عدالت په لټه کی څوک سرګردان ګرځی نو اول دی امن او نظم ته نظر وکړی هالته به اسانه ووینی چی ایا عدل شته که نه . او ثبات فقط پس له دی راتلی شی چی نظم او قانون ټینګ شی او هیڅ داسی څوک زه نه پیژنم چی له دی خبری سره مخالف وی چی امارت اسلامی دی ګواکی نظم عامه نه وی ټینګ کړی. بلکی ټول په اتفاق وایی چی دا د امارت لاس ته راوړنه وه . خو دا حال بیا دیرغلګرو او ددوی د لاس پوڅؤ په لاس او د اشغال په نتیجه کی بیخی ګډ وډ شه . دننه ددوی د اداری لاندی هر یو د ناتو اوامر اجرا کول خو هر یو ځانته بیا خپل خپل قانون او قاعده جوړه کړه او په خپله سیمه کی یی پر خلکو تطبیق کړی ده .زورورو او زور واکو زورواکی ټینګه کړه او خپل جیبونه یی له حرامو پیسو او مالونو ډک کړل نه ثبات وو او نه قانون او نه هم عدل او نه هم واحده اداره . په دی حال کی دوی قومونه او قبیلی او مذاهب او فرقی او اقشار پخپل مینځ کی وجنګول هر قوم بل قوم خپل دشمن ګڼی او اصلی غلیم پردی , بیغمه اصلی حکومت چلوی. دا د شل کلن اشغال منطقی نتیجه او لاس ته راوړنه ده .هیواد بیخی ویشل شوی. دغو د ناتو مزدورو دولت سازانو خلکو او راتلونکی اداری ته داسی یو له شقاق او نفاق نه ډک هیواد په میراث پری ایښي چی په خورا سختی به بیرته یو والی لاس ته راشی .دا میراث ماته ښکاری بیا طالبانو ته رسیږی او دوی بیا باید دا تیت او پاشانه قومونه سره د یوی اجماع پر بنسټ راجمع کړی.
اوس هغه پورتنی پوښتنی ته ورځم او کوښښ کوم چی ورته ځواب ومومم .ایا افغانان کولای شی پر یو ټغر په یوه بنسټ سره جمع شی او لکه یو ملت د ثبات له پاره سره توافق وکړی که نه دا بیا هم یو خوب دی ؟ زما په اند بلکل دا ممکنه ده که: خو که افغانان خپله حافظه په کار واچوی او په یاد راوړی چی ولی ملی اجماع ملی یو والی ملی ثبات او سیاسی پيوستون له مینځه ولاړ .
افغانان که پښتون او که تاجک او ازبک اوهزاره اوترکمن اونورستانی او که پشه ای… دی هغه وقت وویشل شول چی چا ویل جمهوری غواړو بیا نورو ویل چی نه باچاهی ښه ده بیا چا ویل کمونیزم غواړو بیانورو ویل چی نه دموکراسی او لیبرالیزم غواړو هره کوپړی او هر رقم خیالات په کشمکش بوخت وو .خیالونه ښه وی خو داسی نه چی هاغه شته مال هم له لاسه ووزی . دا معامله هالته لا خرابه شوه چی ځینو بیا د ګاونډیانو دروازی او حتی دنړیوالو قوتونو د قصرونو ورونه ؤټکول او هغو نه یی لمړی مرسته او بیا د مداخلی او یرغل مطالبه وکړله .همالته ملی اجماع ماته شوه ثبات تباه شو او حاکمیت ولرزید. خو دا قومونه په پښتوونولی یا تاجکوالی یا اوزبک او هزاره کیدو سره یو ځای نه را ټولیږی دوی په ناسیونالیزم هم نه جمع کیږی او تاریخ وښودله چی په کمونیسم او همدا راز په دیموکراسی هم حتی تاجک له تاجک سره او پښتون له پښتون سره یو ځای نه شول جمع. نو دوی به څرنګه متحد شې . هغه چی ددی ملت او دملتونو په روح نه وی خبر نا امیده شی او هاغه طلایی بنسټ او اجماع Konsensus نه شی لیدلی چی د ملتونو زړی جوړوی . دا ملت میر ویس خان دسعودی دمفتی په فتوا متحد کړ او سیاسی ثبات یی راوست او د لا اله الله په چیغو یی لوی افغانستان جوړ کړ .بیا احمد شاه دعلما و په شورا او فیصلی قوم یو کړ او بیا د الله اکبر په نعرو او ایمانی جذبی تر دهلی او اصفهان او بخارا ورسید . اوس به ډیره د خندا وړ وی چی که څوک ووایی چی دلته به ثبات د جمهوریت او دموکراسی په چیغو او یا د کمونیستانو په چیغو راځي . دا پرو فیسوران چی د حقوق اساسی استادان دی ایا د اجماع په تعریف پوهیږی . اجماع Konsensus دملت دتشکیل او قیام زړه دی . نو افغانان صرف په یوه شې سره راټولیدلی شی او بس هغه واحد دین دی یعنی اسلام . داسلام په ایینه کی اکثریت د هر قوم خپله څیره لیدلی شی خو نه په جمهوریت کی نه په کمونیزم نه په پان ترکیزم او نه په پان تاجکیزم او نه هم پان پښتونیزم کی خپلی ګټی او څيره لیدلی شی او تجربه خو لا تر اوسه زړه شوی نه ده.
اوس چی بیا افغانان درومی د بین الافغانی ناستی په لور په قطر کی پر ټولو هغو افغانانو چی تعهد یی له الله سره او خلکو سره دی دا غږ کوم چی راځی هاغه اجماع را ژوندې کړی چی افغانان سره یو ځای کوی او پيوستون راولی نه داچی د نفاق اوتفرقی هاغه تجربه شوی خواهشات چی اخر کی به بیا نه کوم توافق لاس ته راشی اونه هم ثبات. طالبان حق لری کله چی پر دی موقف ټینګ ولاړ دی چی اسلامی نظام ددوی کرښه ده ځکه بی له دی افغانستان د تجزیی او خود سری خواته سقوط کوی فقط همدا یو انتخاب د افغانانو له پاره د نجات په لور شته او هغه اسلامی واحد نظام دی او بس . د حوصلی او بریا په هیله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx