شعـــــرونه

صبر شه موسی خو به راستون له کوهِ طوره شي/ جانان خدرخېل

جانان خدرخېل

تور ټوپک دې مات شي او ټوټه ټوټه دې توره شي
مور دې په دې جنګ پدرنالتي باندې بوره شي

تابه پرې ورنکړم خړې پړې پښتنې مینې
کلی که غلمان غلمان، وطن که حوره حوره شي

ځه د سامري زو! سم د سپي غوندې به وغاپې
صبر شه موسی خو به راستون له کوهِ طوره شي

ډېر دي چې دفتر کې کار د ښځو حقوق بولي خو
یو هم داسې نه غواړي چې خور دې یې ماموره شي

دلته خو لاهم خیرمحمّد غریب خیری بولي
څنګه به دې خلکو کې زرلښته بي بي نوره شي

ښۀ ډېر انتظار نه پس دې خدای راته روا کړه چې
زۀ دې روژه تي شم او ستا سره خولګۍ کجوره شي

پېغله وي سرداره وي، د ټول کالۀ واکداره وي
لاړه شي ملنګه شي، پردي کور کې مزدوره شي

هغه د کاپر لور هسې هم ځمکې ته نۀ ګوري
څۀ چې ورته ووایم نو لا پسې مغروره شي

زۀ که “خدرخېله” لاس په غاړه ورته واچووم
څومره به حیرانه شي او څومره به تروره شي

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx