روغتیانړۍ

د کرونا له ويرې مور و پلار خپل ماشومان تر ۴ مياشتو خونو کې بند کړي وو

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۱۴ وږي، ۱۳۹۹ل): په اروپايي هېواد سويډن کې مور و پلار خپل درې کوچني ماشومان چې عمرونه يې د ۱۰ او ۱۷ کلونو ترمنځ وو تر څلورو مياشتو د کرونا له ويرې په خونو کې بند کړي وو.

دغه ماشومان چې په مارچ مياشت کې د کرونا له ويرې مور و پلار په جلا جلا خونو کې بند کړي وو تر جولايي مياشتې بند وو.

دوی نشو کولای له کوره څه آن له خپلو خونو ووځي. هماغه خونې ته به خواړه وروړل کېدل او پاتې اړتياوې به يې هم په هماغه ځای کې پوره کولې.

دغه قضيه د سويډن په سويلي سيمه کې محکمې ته رسېدلې او د قاضي لخوا يې د مور و پلار د حيرانونکې کړنې په اړه پريکړه شوې ده.

محکمې ويلي، دغه کسان د سويډن هېواد اصلي اوسېدونکي نه دي او نه هم ددې ځای پر ژبه پوهيږي. دوی له خبرونو هم له خپل پخواني استوګنځايه ځانونه خبرول چيرته چې د کرونا سخت ممانعتونه ايښودل شوي وو.

بالعکس سويډن يو له هغو اروپايي هېوادونو څخه دی چې د سخت کرونايي حالت سربېره يې هم بشپړ ګرځبنديز اعلان نه کړ او له ۱۶ کلنۍ ټيټو کسانو ته يې ښوونځيو ته د پرلپسې تلو اجازه ورکړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx